لاهور: د پولیسو یوه مرکز ته څېرمه ځانمرګي برید کې ۵ کسان وژل شوي

Image caption هغه مهال چې چاودنه وشوه، د پولیسو په مرکز کې د ګومارنې لپاره ازموینه روانه وه.

د پاکستان د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور کې د پولیسو یوه مرکز (پولیس لاینز) ته نږدې ځانمرګي برید کې د پولیسو د یوه چارواکي په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه د سې شنبې پر ورځ د ایمپریس پر سړک پروت د ګوجر سنګ سیمې کې د پولیسو یوه مرکز د دروازې مخې ته را منځ ته شوه.

هغه مهال چې چاودنه وشوه، د پولیسو په مرکز کې د ګومارنې لپاره ازموینه روانه وه.

د پنجاب ایالت د پولیسو مشر مشتاق سکهیرا د پېښې سیمې ته له تلو وروسته وویل چې دا یو ځانمرګی برید و چې د پنځه او اووه کیلو تر منځ چاودېدونکي توکي په کې کارول شوي وو.

نوموړي وویل بریدګر غوښتل د پولیسو مرکز ته ننوځي خو د کلک امنیت له کبله ده له مرکز بهر چاودنه ترسره کړه.

ښاغلي سکهیرا وویل چې د چاودنې له کبله د پنځو کسانو مړینه تاید شوې چې یو پولیس هم په کې شامل دی او د دوو نورو پولیسو په ګډون په کې ۲۵ کسان ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیس وايي د چاودنې له کبله څو ګاډي هم سوځېدلي او د شاوخوا سیمې د ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دي.

د پولیسو دغه مشر وویل چې دوی لا له وړاندې په لاهور کې د ځانمرګي بریدونو راپور درلود:

"له هغه راهیسې چې د ضرب عضب عملیات پیل شوي او موږ ټولو ته جوته ده چې په دغه ډول حالاتو کې د بریدونو خطر شته. خو موږ نه ډارېږو او په زړه ورتیا به مقابله کوو".

پولیس وايي د چاودنې له کبله څو ګاډي هم سوځېدلي او د شاوخوا سیمې د ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دي.

د پولیسو یوه چارواکي وویل له چاودنې وروسته د لاهور ښار ټولو مهمو ودانیو، ښوونځیو، جوماتونو، عبادتځایونو او عامه ځایونو امنیت سخت کړای شوی دی.

د طالبانو د جماعت الاحرار ډلې د دغه برید مسولیت منلی دی.

خبریال رفعت الله اورکزی وایی د طالبانو ویاند احسان الله احسان ویلي چې دغه برید یې په پاکستان کې د اعدامونو په ځواب کې ترسره کړی دی.

ورته مطالب