د "ژي ژي" فلم ستوری لویس ژوردان ومړ

د انځور حقوق AFP

د موسیقۍ د "ژي ژي" فلم ستوری لویس ژوردان د امریکا کلیفورنیا ایالت کې د ۹۳ کلونو په عمر ومړ. ژوردان په ۱۹۵۸ کې د اوسکار جایزه هم ګټلې وه.

نوموړی پخپل کور کې مړی شوی دی.

هغه په ۱۹۲۱ کال په مارسي کې دې نړۍ ته راغلی، خو کله یې چې هالیووډ ته لاره ومونده، په فرانسوي فلمونو کې ولوبېد.

ژوردان په هالیووډ کې د یوه فرانسوي سړي په بڼه په جذابه څېره کې راڅرګند شو، همدا وو چې ځان ته به یې "فرانسوي نمونه" ویل.

خو فلمونو کې د لوبېدو په وروستیو کلونو کې نوموړی د منفي شخصیت په بڼه ولوبېد، لکه اختاپوس فلم کې چې د جیمز بانډ د ۱۹۸۳ کلونو فلم ګڼل کېږي.

د هغه د ژندلیک په اړه ویل شوي چې د فرانسې په سوېل کن ښار کې د خپل پلار هوټل کې د سینما له لوبغاړو او ستورو سره اشنا شو همدا وو چې د هغوی هڅو د سینما تر پردې پورې ورساوه.

د انځور حقوق BBC World Service

نوموړی د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدا سره سم فلمونو کې لوبېدل پیل کړل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ژوردان له خپلې ښځې شرلي تمپل سره، چې نوموړې هم امریکايي لوبغاړې وه
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ژوردال په ۱۹۸۴ کال نیویارک کې له خپلې مېمنې بیرتي فریدیریک سره

د هغه "ژي ژي" په نامه فلم د تېرې پېړۍ پنځوسمه لسیزه کې ډېر مشهور و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هغه په یوه تلویزیوني فلم کې د (ډرکولا) په بڼه لوبېدلی