نصرالله د عراق جګړه کې د حزب الله له ښکېلتیا پرده پورته کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د حزب الله مشر "په سیمه کې له ولسونو او حکومتونو په مساوي ډول د ترهګرۍ ګواښ پروړاندې د درېډو غوښتنه وکړه. "

د لبناني حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله منلې ده، چې وسله والې ملېشې یې په عراق کې جنګېږي.

حسن نصرالله بیروت کې ویلي، نصرالله له عراقي او کردي ځواکونو سره یوځای د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې جنګېږي.

نوموړی وايي، عراق کې یې د جنګیالیو حضور محدود دی:

"مخکې مو د عراق په اړه خبرې نه وې کړې، موږ هلته یوشمېر جنګیالي لرو؛ ځکه چې هلته وضعیت ډېر کړکېچن شوی دی."

د حزب الله مشر "په سیمه کې له ولسونو او حکومتونو په مساوي ډول د ترهګرۍ ګواښ پروړاندې د درېډو غوښتنه وکړه. "

د ویلو ده چې حزب الله په سوریه کې د بشار لالاسد د ځواکونو په لیکو کې هم د سوري مخالفانو پروړاندې جنګېږي.

نصرالله دا څرګندونې د لبان د مخکیني لومړي وزیر سعد الحریري له هغو څرګندونو دوه ورځې وروسته کړې چې له سوریې یې د وسله والو د ایستلو په پلمه کړې وې.

نصر الله ویلي: "هغو ته چې له سوریې نه زموږ د وتلو غوښتنه کوي، وایم: راځئ یوځای سوریې ته ولاړ شو، راځئ عراق ته ولاړ شو او د اسلامي امت او سیمې لپاره د ترهګرۍ د ګواښ پروړاندې وجنګېږو. "

نصرالله د "اسلامي دولت" له لوري د ۲۱ مصري مسیحیانو وژنه غندلې او دا یې یو وحشي عمل بللی دی.

ورته مطالب