امریکا او ترکیه داعش ضد سوري ټلواله روزي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ترکیې حکومت ویلي، دغه پوځي روزنه شاید راتلونکې میاشت د کیرسهیر سیمې په اناتولیان ښار اډه کې پیل شي او راتلونکی کال سلګونه سوري خلک ورسره یوځای شي.

له څو میاشتنیو خبرو وروسته،‌ بالاخره امریکا او ترکیه د شاوخوا ۵۰۰۰ 'منځلارو' سوري مخالفو وسله والو پر پوځي روزنې او هغوی ته د وسلو په ورکولو سره سلا شوي.

د سوري دولت دغه مخالفان به له 'داعش' سره جنګېږي.

امریکا غواړي چې دغه کسان په ترکیه او نورو ځایونو کې وروزل شي.

څارونکي وايي، دغه هوکړه د امریکا او ترکیې ترمنځ د ترینګلي حالت د پای ته رسېدو په لړ کې د پرمختګ یو ګام ګڼل کېږي.

په داسې حال کې چې سوریه کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پروړاندې جګړه د امریکا لومړیتوب دی،‌ ترکان هیله من دي چې سوریه کې د بشار الاسد د حکومت پروړاندې هم ورته ځواک رامنځ ته شي.

واشنګټن او انقرې څو میاشتې ددغې هوکړې پرسر خبرې کولې.‌

دغه هوکړه د تېرې پنجشنبې په ورځ په انقره کې د امریکایي سفیر جان باس او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت کې د یوه جګپوړي چارواکي ترمنځ لاسلیک شوه.‌

د ترکیې حکومت ویلي، دغه پوځي روزنه شاید راتلونکې میاشت د کیرسهیر سیمې په اناتولیان ښار اډه کې پیل شي او راتلونکی کال سلګونه سوري خلک ورسره یوځای شي.

همداشان،‌ روزنه به د ترکیې په قرشهر ښار کې هم ترسره کېږي.

ترکیه چې له سوریې سره نژدې ۷۵۰ میله ګډه پوله لري، د "اسلامي دولت" پروړاندې د امریکا په مشرۍ جوړ شوي ایتلاف کې مهم غړی ګڼل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption همداشان،‌ روزنه به د ترکیې په قرشهر ښار کې هم ترسره کېږي.

وړاندې د ترکیې او امریکا ترمنځ‌ ددغې هوکړې پرسر خبرې ځکه د ترینګلتیا حد ته رسېدلې وې، چې ترکیې په سوریه کې د "اسلامي دولت" سربېره د بشار الاسد د حکومت په نښه کولو غوښتنه هم کړې وه.

پر همدې مهال، ویل کېږي چې عراقي ځواکونو کردي پیشمرګه جنګیالیو له قوې څخه یو ۲۵ زره کسیزه ځواک جوړېږي، چې له "اسلامي دولت" نه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره وروزل شي.

دغو ځواکونو ته د امریکايي پوځي روزونکو له خوا روزنه ورکول کېږي.

ورته مطالب