د دبۍ یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې اور لګېدلی

Image caption هغه ودانۍ، چې اور پکې ولګېد د مرینا سیمې له لوړپوړیزو ودانیو یوه ده

دبۍ کې د نړۍ له ډېرو لوړو ودانیو نه یوې کې د اورلګېدنې له کبله زرګونه کسان خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

د دبۍ مرینا سیمې دغه ټارچ نومي ودانۍ په پنځوسم پوړ کې نیمه شپه مهال اورولګېد او د چټک باد له کبله یې خورا ژر لمبې خپرې شوې.

له اورلګېدو سملاسي وروسته د اور وژنې فعالان یادې ودانۍ ته ورسېدل او له څو ساعته هلو ځلو وروسته وتوانېدل اور ووژني.

تر اوسه د اورلګېدو سبب معلوم نه دی. د اور وژنې پر مهال زرګونه کسان له ودانۍ نه بهر وایستل شول او تر اوسه د کوم کس د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اور د چټک باد له کبله ډېر ژر له ۵۰ مه تر ۶۰ پوړه ورسېد عیني شاهدان

په هغو تصویرونو کې، چې د ټولیزو رسنیو پر پاڼو خپاره شوي، ویلي شوې هندارې او نور ودانیز توکي لیدل کېږي، چې لاندې څڅیږي.

رولا نومې عینې شاهدې بي بي سي ته وویل: په ظاهره داسې معلومېده، چې اور ۵۰ پوړ کې ولګېد، خو یوازې یوه نیم ساعت کې ۶۰ پوړ ته ورسېد.

په ظاهره داسې معلومیده، چې یوازې د بهر لوري اپارتمانونه د اور ښکار شوي وو.

دغه ۷۹ پوړیزه ودانۍ ۲۰۱۱ کال کې د اوسېدو لپاره جوړه شوې وه.

له دې مخکې ۲۰۱۲ کال کې تمویل ټاور نومې یوې ۳۴ پوړیزې ودانې کې اورلګېدلی و، چې پکې څوک وژل شوي نه وو، خو د اورلګېدنې سبب یې بل سګریټ بلل شوی و.