نوي پیچکارۍ او د ډاکټرانو لویې هیلې

د انځور حقوق CHRIS BLACKWHO

د روغتيا نړيوال سازمان وايي له ۲۰۲۰ کال وروسته به د پيچکاريو داسې ستنې استعمال شي چې له يو ځل کارولو وروسته ماتې شي.

په نړۍ کې هر کال له ۱۶ ميليارده زياتې ستنې جوړېږي چې بیا بیا کارېدلی شي خو هر کال له دوه ميليونو زيات وګړي د استعمال شويو ستنو له بيا کارولو وروسته په ستختو ناروغيو لکه اېډز او زېړي اخته کېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان يوې مشرې ډاکترې سلما خماسي بي بي سي ته وويل:

"هيله ده چې دا نوې ستنې به د زېړي ۴،۷ ميليونه، د اېډز ۳۵ زره پېښو او داسې نورو لکه اېبولا چې موږ يې شمېريې نه لرو کمي راولي"

کمبوډیا یو له هغو هيوادونو دی چې ولس یې د اېډز له ناروغۍ سره لاس او ګريوان دی.

دلته ماشومان او بوډاګان د اېډز په ناروغۍ اخته دي، ویل کېږي دا له دوهم ځل استعمال شويو ستنو سره تړاو لري.

په دغه هېواد کې یو ډاکټر چې بیا بیا یې کارول شوې ستنې استعمالولې او له امله یې ۲۰۰ کسان په اېډز اخته شوي وو په مرګ محکوم شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي د کمبوډيا د روکا سيمې کروندګر په سخت ډول ژوند کوي او غواړې هلته د ستنو په اړه نوې پاليسي جوړه کړي.

د لرګيو په کوډلو او کورونو کې چې له خټو ډک وي خلک ژوند کوي، د اېډز په دې لويه کچه اخته کېدو خلک ډار کړي دي.

د انځور حقوق Getty

افغانستان کې هم په نشي توکو یو شمېر روږدي کسان کارول شوي ستنې بيا استعمالوي.

افغان چارواکي وايي دغه کار په دغو کسانو کې د بېلابېلو ناروغیو د پیدا کېدو چانسونه ډېر کړي دي.

د کارول شویو ستنو ستونزه یوازې په بېوزله او مخ پر ودې هېوادو کې نه ده بلکې په پرمختللو هېوادونو کې هم ورسره خلک او حکومتونه لاس او ګریوان دي.

امريکا نويډا کې يوه ډاکتر ناروغانو ته بيا بيا يوه ستنه لګولې وه چې د ژېړي نارغۍ لېږدېدو سبب وګرځېده.

ويل کېږي دا نوې پرمختللې ستنې د عادې ستنو په پرتله دوه برابره ګرانې دي.

ډاکترې خماسې زياته کړه "دا نوې ستنې به د اېډز او دې ته ورته ناروغيو په کموالي کې يو لوی ګام وي "

دی وايي که دا نوې ستنې د ژېړي او اېډز د علاج له قېمت سره پرتله کړو نو درته روښانه به شي چې د دغو نویو ستنو قېمت ډېر کم دی.

د روغتيا نړيوال سازمان له ستنو جوړونکو کمپنيو غوښتي چې د خوندي ستنو په جوړولو کې دې مرسته وکړي او داسې لارې چارې دې ولټوي چې دا نوې او خوندي ستنې په ارزانه بيه جوړې کړي.