د محمد علي کلي لاس ماغوګان په یو میلیون ډالر وپلورل شول

د انځور حقوق Getty
Image caption محمد علي کلي خپل یوه جوړه لاس ماغوګان په څه باندې ۸۰۰ زره ډالرو خرڅ کړل

د سوک وهنې د وتلي مسلمان امریکايي لوبغاړي محمد علي کلي او سوني لیسټون لاس ماغوګان، چې دواړو په ۱۹۶۵ کال له یوبل سره لوبه کړې ده، په یو میلیون ډالر وپلورل شول.

محمد علي د ماین ایالت په لویسټون ښار په یاده سیالۍ کې پر لیسټون برلاسی شو.

د ماین ایالت د سوک وهنې استازي جورج روسو دغه لاس ماغوګان په دې پلمه ترلاسه کړل، چې ګني بېرته یې جوړوي.

دغه لاس ماغوګان تر هغه پورې د روسو له کورنۍ سره وو، چې څو کاله مخکې یې د کلیفورنیا ایالت د تاریخي توکو ساتنې یوه کس ته ورکړل، او بیا وروسته خرڅلاو ته وړاندې شول.

د سوک وهنې په یاده سیالۍ کې محمد علي پر وهل شوي لیسټون چیغې وهي چې راپورته شي.

دا د محمد علي تر اسلام وروسته د هغه د سوک وهنې لومړۍ لوبه وه، چې له اسلام راوړلو مخکې د محمد علي نوم کاسیوس کلي و.

دغه لاس ماغوګان په یوه علني لیلام ځای کې په ۸۳۶۵۰۰ ډالرو خرڅ شول.

لیسټون په ۱۹۷۰ کال ومړ.

د محمد علي ژوند

د زيږيدا نېټه: ١٩٤٢ د جنوري ١٧ مه د کنټکي په ايالت کې

المپيک مډال: ١٩٦٠ کال روم سپک وزن کې د سرو زرو

نړيواله اتلولي: ١٩٦٤ کال کې سوني ليسټن ته په ماتې ورکولو د درانۀ وزن اتل شو

اسلام: په ١٩٦٤ کال کې مسلمان شو

ويتنام: په ١٩٦٧ کال کې يې د ويتنام په جنگ کې له برخې اخيستو انکار وکړ

لومړۍ ماتې: په ١٩٧١ کال کې يې له جو فريزر څخه لومړنۍ ماتې وخوړه

بيا اتلولي: په ١٩٧٤ کال کې يې جورج فريمن ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د سوک وهنې نړیوال مشهور لوبغاړی محمد علي او هغه مېرمن لوني علي

دريمه اتلولي: په ١٩٧٥ کال کې يې فريزر ته په بيا ماتې ورکولو دريمه اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه: په ١٩٨١ کال کې يې له تريور بيربيک څخه لوبه وبايلله

ناروغي: په ١٩٨٤ کال کې د پارکينسن په ناروغۍ اخته شو

المپيک څراغ: په ١٩٩٦ کال کې يې د اتلانتا المپيک مشعل روښانه کړ.

د پيړۍ شخصيت: په ١٩٩٩ کال کې د بي بي سي له لورې د لوبو د ډگر د شلمې پيړۍ شخصيت وبلل شو.

ورته مطالب