"هګۍ خوړل کولیسټرول نه لوړوي"

د انځور حقوق Getty
Image caption د خوړو د معیارونو د سیستم اړوندې یوې سلاکارې جرګګۍ سپارښتنه کړې ده چې تر اوسه د هر ناروغ انسان اخیستل شوي کولیسټرول په ورځ کې۳۰۰ میلي ګرامه وي، چې له دوو هګیو سره برابر دي.

که څه هم موږ لولو او اورو چې د هګۍ خوړل روغتیا ته د ګټو ترڅنګ زیان هم رسوي؛ ځکه چې پکې موجود کولیسټرول یې خوړونکی د زړه په ناروغۍ اخته کوي.

خو د امریکا یوې استشاري جرګګۍ دا خبره ناسمه ګڼلې ده، او وايي په خوړو کې هر ډول کولیسټرول تر دې حده خطرناک نه دي چې د یوې ناروغۍ لامل دې وګرځي.

د خوړو د معیارونو د سیستم اړوندې یوې سلاکارې جرګګۍ سپارښتنه کړې ده چې تر اوسه د هر ناروغ انسان اخیستل شوي کولیسټرول په ورځ کې۳۰۰ میلي ګرامه وي، چې له دوو هګیو سره برابر دي.

دغې جرګګۍ په یوه نوې پرېکړه کې تر لسګونو څېړنو لوستلو وروسته ویلي، په خوړو کې د موجوده کولیسټرولو او په وینه کې د "ناوړه" کولیسټرول ترمنځ هېڅ تړاو نشته.

دوی وايي، کولیسټرول یوه خوراکي ماده نه ده، چې په ډېرو خوړلو یې دې په اړه اندېښنه پیدا شي.

ددې معنا دا نه ده چې په وجود کې د کولیسټرول لوړېدل روغنتیا ته خطرناک او مضر نه دي، بلکې په دې معنا اخیستل کېدای شي چې وجود ته د خوړو له لارې ننوتونکی کولیسټرول د وینې د کولیسټرول له لوړېدو سره کوم تړاو نه لري.

دا معنا هم ترې اخیستل کېدای شي، چې غوړ خوراکونه، لکه غوښه، وازګه، کوچ، زیړ غوړ، روغتیا ته زیان نه رسوي، بلکې په وینه کې غوړ زیاتوي او د زړه د ناروغۍ خطر ډېروي.