ایراني پارلمان پر دیني بنسټونو مالیه ولګوله

د انځور حقوق
Image caption د پارلمان د بودیجې د جرګګۍ یوه غړي موسی رضا سرواتي په تېر دسمبر کې وویل، پر دیني بنسټونو د پوځ پر اړوندو شرکتونو د مالیو له لارې به د دولت خزانې ته نژدې لس تریلیونه ریاله (چې تر ۳۵۰ میلیون ډېر ډالر کېږي) ولوېږي.

د ایران پارلمان د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د بودیجې قانون کې د یوې مادې په ورزیاتولو سره، پر دیني بنسټونو او د وسله والو ځواک اړوندو شرکتونو مالیه لګولې ده، چې د هېواد خزانې ته به یې له کبله سلګونه میلیونه ډالر ورځي.

د تهران چارواکي هیله لري، چې د تېلو د واردوولو له کبله به مالیې د هېواد له اقتصاد سره ډېره مرسته وکړي؛ ځکه چې د تېر ۲۰۱۴ کال له جنورۍ میاشتې د ۲۰۱۵ کال تر جنورۍ میاشتې پورې په نړیواله کچه د خامو تېلو په بیه کې نژدې ۶۰ سلنه ټیټوالی راغلی و.

د خامو تېلو د نرخونو ټیټوالي ایران حکومتي لګښتونو کمولو ته اړ کړ، خو په مقابل کې د تېلو د عوایدو د کمښت پوره کولو لپاره مالیې لوړې کړې.

د پارلمان د بودیجې د جرګګۍ یوه غړي موسی رضا سرواتي په تېر دسمبر کې وویل، پر دیني بنسټونو د پوځ پر اړوندو شرکتونو د مالیو له لارې به د دولت خزانې ته نژدې لس تریلیونه ریاله (چې تر ۳۵۰ میلیون ډېر ډالر کېږي) ولوېږي.

د مالیو لګولو په متن کې راغلي، چې دغه مالیې باید سره له راتلونکې میاشتې عملي شي، خو د پارلمان له خوا دغه ماده د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنه اي تصویب ته اړتیا لري.

کله چې دغه ماده عملي شي، تر ډېره به د "استان قدس رجوي" مؤسسه حکومت ته مالیه ورکوي، همداشان د ایران په شمال ختیځ مشهد ښار کې د امام رضا زیارت چارې هم، چې ډېرې پیسې ترلاسه کوي، باید مالیه ورکړي.