د تورپوستي مسلمان مبارز مالکوم اکس د وژنې نیمه پېړۍ تېره شوه

مالکوم اکس د انځور حقوق Getty
Image caption د مالکوم اکس د وژل کېدو پنځوسمې کلیزې په یاد دغه مراسم د هغه او دوکتورې بیټي شاباز په یوه یادګاري ښوونیز مرکز کې ترسره شول، چې وړاندې دغه ځای د اډوبون بالروم په نامه یادېده.

د امریکا نیویارک ښار کې د مدني حقونو حرکت د مشر او تورپوستي مسلمان مبارز مالکوم اکس د وژل کېدو پنځوسم تلین په پلمه مراسم ترسره شول.

د نیویارک هارلم سیمې په دې مراسمو کې سیاستوالو، فعالانو او څه باندې ۳۰۰ نورو کسانو د مالکوم اکس د وژنې یاد تازه کړ.

د اکس یوې لور په امریکا کې د مدني حقونو د حرکت د ننه د خپل پلار هڅې وستایلې.

دغه مسلمان مبارز، د وژل کېدو پرمهال پخپلو ویناوو کې د تورپوستو د حقونو دفاع کوله.

نوموړي د تورپوستو د یووالي، د ځان د درناوي او پر ځان د باور پیدا کېدو غوښتنه کوله.

"یوازې تکړه ځوان"

د مالکوم اکس د وژل کېدو پنځوسمې کلیزې په یاد دغه مراسم د هغه او دوکتورې بیټي شاباز په یوه یادګاري ښوونیز مرکز کې ترسره شول، چې وړاندې دغه ځای د اډوبون بالروم په نامه یادېده.

پر هغه ځای آبي څراغونه بل شول، چې ښاغلی اکس پکې وژل شوی و.

د اکس اصلي نوم الحاج مالک الشاباز و، چې په ۳۹ کلنۍ کې خپلو ملاتړو ته د یوې وینا پرمهال وویشتل شو.

د هغه لور الیاسا شاباز وايي پلار یې "یو تکړه ځوان و، چې تر خپله وسه یې مبارزه کوله".

د اکس خپلوان ټینګار کوي، چې د هغه انقلابي افکار لاهم د برابرښت په تړاو د مبارزې یوه برخه دي، چې غواړي د امریکا په تاریخ کې یې د اوس په پرتله ډېر اهمیت ورکاوه.

د اکس تر وژل کېدو وروسته د "اسلامي امت" په نامه ډلې درې غړي دده په وژنې تورن شول.

ورته مطالب