شیخ الازهر: د قرآن او سُنتو 'غلط لوستل' سخت دریځي زیږوي

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي طیب د کنفرانس پیل کې ترهګرې ډلې وغندلې او سخت دریځي یې له "قرآن کریم او د پیغمبر له ژوند او سنتو نه ناسم" تعبیر وباله.

د مصر الازهر نوموتي اسلامي پوهنتون امام احمد الطیب په مکه مکرمه کې د "اسلام او د ترهګرۍ مبارزه" په نامه کنفرانس کې ویلي، د قرآن او سُنتو ناسم لوستل د مسلمانانو ترمنځ د سخت دریځۍ پیدا کېدو لامل شوي.

نوموړي د سخت دریځۍ پروړاندې د مذهبي لارښوونو د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي اسلامي هېوادونه د "ناسمو مفاهیمو" د تصحیح لوري ته راوبلل.

ده وویل، سخت دریځي "د مسلمانانو د وېش لامل شوې" چې په وینا یې ددې چارې ترشا د "ښکېلاکګرو او صیونیستانو" لاسونه دي.

ښاغلي طیب د کنفرانس پیل کې ترهګرې ډلې وغندلې او سخت دریځي یې له "قرآن کریم او د پیغمبر له ژوند او سنتو نه ناسم" تعبیر وباله.

هغه وویل: "د اسلامي امت د یووالي او بیا راژوندي کېدو لپاره یوازېنۍ هیله دا ده چې په ښوونځیو/مدرسو او پوهنتونونو کې د مسلمانانو د تورونو پر وړاندې مبارزه وشي."

د سعودي عربستان پاچا سلمان کنفرانس ته په استول شوې وینا کې ترهګري "د ټول مسلمان امت او ګردې نړۍ لپاره یو ګواښ" وباله.

هغه وویل: "ترهګري داسې یوه بلا ده، چې د سخت دریځۍ له ایډیالورۍ پیدا شوې ده".

دغه درې ورځني کنفرانس ته، چې د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوی، له اسلامي نړۍ نه ګڼ مذهبي مشران ورغلي دي، چې تر ډېره به یې بحث د ترهګرۍ پرضد مبارزې ورټول وي.

د سعودي پاچا دا هم ویلي چې: "لارورکو او ګمراه کوونکو ترهګرو د اسلام دښمنانو ته دا فرصت ورکړی، چې زموږ په دین پورې ناوړه څیزونه وتپي، او د اسلامي دین پلویان، چې شمېر یې تر یو نیم میلیارد اوړي، پر هغه څه تورن کړي، چې له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري."

د مکې امیر خالد الفیصل د ملک سلمان په استازیتوب د هغه پیغام ولوست.

د انځور حقوق AP
Image caption له ازهر پوهنتون نه د اسلامي نړۍ ګڼ وګړي فارغ شوي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مصر الازهر پوهنتون د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی او مشهور پوهنتون دی