اندونیزیا وايي د اعدام سزا کې بهرنۍ مداخله نه مني

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اندونیزیا په ټوله نړۍ کې د نشه يي توکو په تور د نیول شویو کسانو لپاره تر ټولو سخته سزا (اعدام) لري.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو له بهرنیو ولسونو غوښتي، چې ددغه هېواد د اعدام سزاګانو کې مداخله ونه کړي.

نوموړی د استرالیا، برازیل او فرانسې د مشرانو له لوري تر فشار لاندې دی؛ ځکه اندونیزیا کې په ۱۱ اعدامېدونکو کې د نشه يي توکو په تور ددغو هېوادونو نیول شوي تورن وګړي هم دي، چې په اعدام محکوم شوي.

ښاغلي ویدودو څرګنده کړه چې د اعدام څرنګوالی به د اعدامېدونکي پر سر ویشتلو له لارې ترسره کېږي.

وړاندې، د جاکارتا یوې محکمې دددو هغو استرالیايي تورنو استنیاف نه وو منلی چې د دوی د ولسمشر له لوري یې د بښلو غوښتنه شوې وه.

اندونیزیا په ټوله نړۍ کې د نشه يي توکو په تور د نیول شویو کسانو لپاره تر ټولو سخته سزا (اعدام) لري.

دغه هېواد په ۲۰۱۳ کال کې تر څلور کلني ځنډ وروسته د اعدام سزا عملي کول پیل کړي، او نوی ولسمشر ویدودو په دې چاره کې ځان ډېر جدي ښيي.

په تېره جنورۍ کې، د پنځو بهرنیانو په ګډون اندونیزیا د نشه يي توکو شپږ قاچاق کوونکي اعدام کړل، چې په راتلونکو ورځو کې ۱۱ نور تورن کسان اعدامېدونکي دي.

ښاغلي ویدودو خبریالانو ته ویلي "د اعدام سزا په تړاو باید هېڅ لاسوهنه نه وي، ځکه چې موږ د خپلو قوانینو د عملي کولو حق لرو".

په وروستو ورځو کې د اندونیزیا د اعدام سزا په تړاو ګڼو ولسونو نیوکې کړې دي.

په اعدامېدونکو کې یو برازیلی دی، چې د برازیلي ولسمشرې دیلام روزیف دغه هېواد ته د اندونیزیا سفیر ورپېژندل رد کړي دي.

تېره اونۍ فرانسې هم د اندونیزیا سفیر احضار کړی و، چې د خپل وګړي سیرګي اتلاوو د اعدام په اړه خپله غوسه ورته وړاندې کړي.

د استرالیا چارواکو هم د میوران سوکوماران او اندري چان د ژوند ژغورلو لپاره لوی دیپلوماتیک کمپاین پیل کړی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption میوران سوکوماران (ښي لاس ته) او اندري چان (کیڼ لاس ته) راتلونکې میاشت د اعدام ځای ته وړل کېږي

دغه دواړه کسان د بالي د نشه يي توکو د ډلې مشران ګڼل شوي.

بالي نه څوک دي؟

  • اته سړي او یوه مېرمن د ۲۰۰۵ په اپریل کې د اندونیزیا د بالي په یوه هوټل او هوايي ډګر کې د استرالیايي پولیسو تر خبرداري وروسته ونیول شول. دوی غوښتل چې ۸،۳ کیلوګرامه هیرویین بېرته استرالیا ته قاچاق کړي.
  • په ۲۰۰۶ کې، محکمې امر وکړ، چې اندري او میوران نور کسان ګومارلي او د هغوی لګښت یې ورکړی. دوی په اعدام محکوم شول.
  • نور اوه کسان د ۲۰ کلونو او ټول عمر ترمنځ بند په سزا محکوم شوي.
  • چان او سوکوماران د دوی په حق کې د شوې پرېکړې پرخلاف وړاندیز وکړ او وویل دوی په زندان کې اصلاحات راوستلي – چان بایبل او پخلی بندیانو ته ورښيي او سوکوماران یو هنرمند دی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په اعدامېدونکو کې یو برازیلی دی، چې د برازیلي ولسمشرې دیلام روزیف دغه هېواد ته د اندونیزیا سفیر ورپېژندل رد کړي دي.

ورته مطالب