"اسلامي دولت" سوریه کې ۹۰ آشوري عیسویان تښتولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption حسکه ولایت د "اسلامي دولت" ضد جګړه کې یو ستراتیژیک ځای دی، چې له ترکیې او هغو عراقي سیمو سره ګډه پوه لري، چې د "اسلامي دولت" ډله پرې واکمنه ده.

د "اسلامي دولت" جنګیالیو د سولیې له ځینو شمال ختیځو کلیو نه د ۵۰ او ۹۰ کسانو ترمنځ آشوري عیسویان تښتولي دي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، دغه کسان د حسکه ښار له تل تمر سیمو تښتول شوي.

تل تمر سیمه د حسکه ښار په لوېدیځ کې پرته ده، چې پر زیاترو برخو یې کردي ځواکونه واکمن دي.

دغه عیسویان داسې مهال تښتول شوي، چې کردي جنګیالي د امریکايي الوتکو او بمباریو په ملاتړ هغو سیمو ته مخته شوي، چې د "اسلامي دولت" تر واکمنۍ لاندې دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ یوه کردي چارواکي وویل، د ولسي ملاتړ کنډک ځواکونو "اسلامي دولت" جنګیالي شاتګ ته اړ کړل، او له تل حمیس ښار نه نژدې پنځه کیلومتره شا ته شول.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دغه جګړه کې د "اسلامي دولت" ۱۲ جنګیالي هم وژل شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ''اسلامي دولت'' وړاندې هم په سوریه کې د عیسویانو پر کلیساوو او مذهبي ځایونو بریدونه کړي او په عراق کې یې نامسلمان ایزیدیان له خپلو مېنو شړل دي.

حسکه ولایت د "اسلامي دولت" ضد جګړه کې یو ستراتیژیک ځای دی، چې له ترکیې او هغو عراقي سیمو سره ګډه پوه لري، چې د "اسلامي دولت" ډله پرې واکمنه ده.

کردي "پیشمرګه" ځواکونو هم د عراق د ننه د "اسلامي دولت" پر مرکزونو بریدونه کړي.

''اسلامي دولت'' وړاندې هم په سوریه کې د عیسویانو پر کلیساوو او مذهبي ځایونو بریدونه کړي او په عراق کې یې نامسلمان ایزیدیان له خپلو مېنو شړل دي.

ورته مطالب