پوتین: "له اوکرایین سره جګړه ناممکنه ده"

پوتین د انځور حقوق Kremlin.ru
Image caption ولسمشر پوتین دا هم ویلي، که چېرې د مینسک تړون سم عملي شي، د اوکرایین ختیځ ته به په تدریجي ډول ټیکاو راشي:

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوه روسي تلویزیون سره په مرکه کې له اوکرایین سره د جګړې پیلېدل "ناممکن" بللي دي.

نوموړي ویلي، د مینسک پر هوکړې ټینګ ولاړ دی، او همدا د اوکرایین په ختیځ کې د ټیکاو راتلو لومړی ضامن دی.

اوکرایین وړاندې ویلي وو، داسې اشارې شته چې ګني روسیه د هېواد په ختیځ کې یوځل بیا روسي پلوو یاغیانو ته وسلې او جنګیالي ورکوي، خو مسکو دا تور د تل په څېر رد کړی دی.

د اوکرایین پوځ وړاندې ویلي وو، د یاغیانو بریدونو د جګړې له لومړۍ کرښې نه د دوی د درنو وسلو د ایستلو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی دی.

له پوتین نه په مرکه کې پوښتل شوي، چې ایا روسیه به له اوکرایین سره جګړې ته زړه ښه کړي؟ نوموړي یې په ځواب کې وویل، دا جګړه پیلېدل "ناممکن" دي:

"باوري یم چې دغه ترهوونکې سناریو نه شي رامنځ ته کېدای، او هیله لرم چې هېڅکله هم داسې ونه شي".

ولسمشر پوتین دا هم ویلي، که چېرې د مینسک تړون سم عملي شي، د اوکرایین ختیځ ته به په تدریجي ډول ټیکاو راشي:

"اروپا هم هغه څه غواړي چې روسیه یې غوښتونکې ده. هېڅوک هم نه غواړي چې د اروپا پر پلوه دې وسله والې نښتې پیل شي".

ورته مطالب