زابل کې مخ پټو وسله والو ۳۱ مسافر "تښتولي"

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه ددغې تازه تښتونې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د زابل سيمه ییز چارواکي وايي، د مخ پټو وسلوالو یوې ډلې د کندهار - کابل پر لویه لاره څه باندې دېرش تنه سپاره کسان له دوو مسافر وړونکو بسونو ښکته کړي او "تښتولي" دي.

له مسافرو نه یوه کس ویلي، تښتوونکو د افغان پوځ د کومانډو جامې او تور ماسکونه لرل، له مسافرو یې په موټرو کې یوازې د پېژندپاڼو 'تذکرو' پوښتنې کولې او په 'بله ژبه' غږېدل، خو ډېرې خبرې یې نه کولې.

کندهار کې زموږ همکار مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د شاجوی ولسوال عبدالخالق ایوبي وایي، د سیمي له خلکو یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ګواکي تښتوونکو تورې جامې اغوستې وې او په یوه داسې ژبه سره غږېدل چې پوهېدل پرې ګران وو:

"کوم خلکو چې دغه تښتوونکي لیدلي، تورې درېشۍ یې لرلې او پخپل منځ کې په نورو ژبو غږېدل، نو دا امکان لري چې د "داعش" وسله واله ډله وي. ټول تښتول شوي یودیرش کسان دي. دوی له هراته کابل ته روان وو".

په کندهار کې د ترانسپورت ریاست یو چارواکی وایي، بس موټر د غزني پیما شرکت اړوند دي چې د تېرې دوشنبې په ورځ ناوخته د شاجوی او جنډې ترمنځ سیمه کې وسلوالو ترې ۳۰ کسان ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.

په دې ولایت کې د غزني پیما په نامه شرکت استازي نصیر احمد بي بي سي ته وویل، ددوی اړوند هغه موټر، چې دغه مسافر پکې سپاره وو، د تښتوونکو له خوا دوه ساعته درول شوي وو، چې په سیمه کې هېڅ پولیس، او د عامه نظم ساتونکي نه وو موجود.

نوموړی وايي، تر دوو ساعتونو وروسته د ملي اردو یو کاروان راغی، چې له همدې سره تښتوونکو هم دغه کسان له ځانه سره یووړل او موږ د دوی مېرمنې او ماشومان غزني او کابل ته ولایتونو ته ورسول.

یوې مېرمنې، چې د پېښې ځای کې یې حالت پخپلو سترګو لیدلی او اوس کابل ته رسېدلې ده، وايي، تورې خولۍ لرونکو وسله والو لومړی بس ودرواه او بیا یې دښتې ته بوت او وروسته یې "هزاره ګان" ترې بېل کړل.

دغې مېرمنې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل: "دوی دوه بسونه ودرول، له یوه یې ۱۹ مساپر او له بل یې ۱۲ "هزاره ګان" راکوز کړل. تښتوونکو پوځي جامې لرلې ټول ځانونه یې پېچلي وو او مخونه یې هم پټ وو. یوه یې اوږده کالي او اوږده وېښتان لرل، په پښتو او فارسي یې خبرې کولې او له مسافرو یې غوښتل چې له څوکیو پاڅي، او د مذهب پوښتنه یې ترې کوله".

د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو کې د کابل - هرات پر لویه لار د بهرنیو جنګیالیو د فعالیت خبرونه هم ورکړل شوي.

دغه مېرمن چې له یوه زوی سره کابل ته ستنه شوې ده، وايي، د ترور دوه زامن یې د تښتول شویو په ډله کې دي چې له تېرې ورځې راهیسې یې په اړه هېڅ خبر نه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه ددې پېښې په اړه جزییاتو ورکولو ته نه دی حاضر شوی، خو وايي پولیس د تښتول شویو د خوندي ژغورلو لپاره له خپل وس سره سم فعالیت پیل کړی دی.

د کابل- کندهار لویه لار د افغانستان له نسبتاً ناامنه سیمو ګڼل کېږي، چې وسله وال او لوټمار د لارې په اوږدو کې فعال دي.

په هغه سیمه کې چې دغه پېښه رامنځته شوې، په دې وروستیو کې هلته د بهرنیو وسلوالو د ورتګ راپورونه هم خپاره شوي.

څو ورځې وړاندې، په زابل کې یوه کس د خپلې کورنۍ اوه غړي په ډزو وژلي او برید کوونکی بیا د پولیسو له خوا وژل شوی. په وژل شوو کې د قاتل دوه وروڼه، د هغوی مېرمنې او ورېرونه دي. د زابل پولیس وايي قاتل په نشه يي توکو روږدی سړی و چې څو ورځې مخکې له زندانه خوشی شوی و.

تر اوسه ددغې تازه تښتونې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته مطالب