برتانوي مسلمانان له کارتون خپرونکو د غچ اخیستنې مخالف

د انځور حقوق AFP
Image caption مسلمانانو له برتانیا سره وفاداري څرګنده کړې

برتانیا کې یوه سروې ښيي، چې دغه هېواد کې مېشت مسلمانانو ډېری د اسلام پیغمبر کارټون کښونکو پر ضد د تاوتریخوالي مخالف دي.

د بي بي سي له لوري د یوې سروې پایله کې دغه څرګندونې شوې دي. سروې کې دا هم معلومه شوې، چې دوی له هغو کسانو سره کومه خواخوږي نه لري، چې د لوېدېځ ګټو خلاف جګړه کوي.

خو په زرو کسانو ترسره شوې سروې کې ۲۷ سلنه کسان وايي، چې دوی پر پاریس ترسره شویو بریدونو له مقصدونو سره خواخوږي لري.

نژدې اتیا سلنه کسانو ویلي، چې دوی د پیغمبر کارتون کښلو سخت پاروولي، خو له دوه نیمو نه یې دوه برخه کسانو ویلي، چې د کاریکاتور کښونکو خلاف تاوتریخوالی د هېڅ دلیل له مخې مناسب نه شي بلل کېدای.

دغه سروې د بي بي سي لپاره کامریس د جنورۍ له ۲۶ مې بیا د فبرورۍ تر ۲۰ پورې ترسره کړې، چې پکې ۳۰ سلنه کسانو ویلي، پر چارلي ابدو مجلې برید نه دي حیران کړي.

دغې طنزیه مجلې د اسلام پیغمبر کارتون خپور کړی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سروې نژدې نیمايي ګډونوالو ویلي، چې د مذهب پر بنسټ تبعیض ورسره کېږي

په سروې کې نژدې نیمايي ګډونوالو ویلي، چې دوی سره د مذهب پر بنسټ تبعیض کېږي او دا چې برتانیا کې ورځ تر بلې زغم په لږېدو دی.

همدومره خلکو ویلي، چې د اسلام سره د تعصب له کبله د یوه مسلمان په حیث برتانیا کې ورته ژوند کول ګران شوي دي ۳۵ سلنه کسانو ویلي، چې ډېری برتانویان پر مسلمانانو باور نه کوي او ۲۰ سلنه بیا وايي، چې لوېدیځه لبرال ټولنه هېڅکله له اسلامن سره سمون نه خوري.

په هر صورت ۹۵ سلنه کسانو له برتانیا سره د وفادارۍ خبره کړې او وايي د دغه هېواد مسلمانان به تل برتانوي قوانینو ته درناوی کوي.

د سروې شل سلنه ګډونوالو مېرمنو ویلي، چې برتانیا کې ځان خوندي نه محسوسوي او نارینه وو کې بیا دا کچه لس سلنې ته رسېده.

د انځور حقوق Getty
Image caption شل سلنه ګډونوالو مېرمنو ویلي، چې برتانیا کې ځان خوندي نه احساسوي

د ټوډي خبریاله سیما ګوډیجا وايي، اسلام د مینې او سولې مذهب دی، نه د تاوتریخوالي او دغه احساسات بیا بیا څرګند شوي دي.

د بریډفورډ پوهنځي محصلې سمیا اصلال بي بي سي ته ویلي، چې سیاستوالو او رسنیو د مسلمانانو څېره ناوړه ښوولې، چې له کبله یې دوی د هر ډول بریدونو ښکار دي. نوموړې وايي دا برتانوۍ ټولنې پوره اړه لري، چې باید په دې نظر راته کتل پريږدي او موږ خپل کړي.

له موږ نه باید تل دا پوښتنه و نه کړي، چې د یوه برتانوي په حیث څنګه محسوسو. دا داسې ده لکه یو څو زما د سرو وېښتو په اړه له ما وپوښتي، چې نن د خپلو سرو وېښتو په اړه څنګه احساس کوم.

د انځور حقوق n
Image caption لوېدیځ کې له مسلمانانو سره تبعیض ډېر شوی دی

خو یوه بل محصل محمد الحقارون بیا وايي، همغږي د مسلمانانو او غیر ملمانانو ګډ مسوولیت دی.

د نوموړي په وینا اسلام کې داسې کوم اصول نه شته، چې له همغږي راګرځوي. هغسې چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ویلي، چې تور او سپین ټولو سره باید یو ډول برابر سلوک وشي.