بنګله دېش: د اپوزیسیون مشرې خالده ضیا نیولو امر شوی

د انځور حقوق AP
Image caption مېرمن ضیا په خیریه چارو کې د د سلګونو زرو ډالرو اختلاس کولو تورونه ردوي

بنګله دېش کې یوې محکمې دغه هېواد کې په ټپه ولاړ سیاسي حالت سره هممهاله د اپوزېسیون مشرې خالده ضیا د نیولو امر کړی دي.

د فساد یوې قضیې کې محکمې ته د مېرمن ضیا له نه حاضرېدو وروسته د هغې نیولو امر شوی دی.

د بنګله دېش نېشنل ګوند مشره مېرمن ضیا په خیریه چارو کې د د سلګونو زرو ډالرو اختلاس کولو تورونه ردوي.

د نوموړې ګوند د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له حکومت سره په ټکر کې واقع دی. تېره میاشت مېرمن ضیا له خپلو پلویانو وغوښتل، چې اعتصاب وکړي، سړکونه او ریل پټلۍ وتړۍ، چې وايي په دې توګه پر حکومت د نویو ټاکنو ترسره کولو لپاره فشار ډېر شي.

له هغه راهیسې د هېواد په لر او بر کې د تاوتریخوالي پېښو کې نژدې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

بي این پي ګوند د ۲۰۱۴ کال ټاکنو سره له دې کبله پرېکون وکړ، چې په وینا یې دوی سره به پکې ټګي برګي کېږي.