مصری لیکوال سلیمان فیاض ومړ

سلیمان فیاض د انځور حقوق
Image caption محمد سلیمان عبدالمعطي فیاض په ۱۹۲۹ کال د مصر دقهلیه کې زیږېدلی، په ۱۹۵۶ کال د ازهر عربي ژبې له پوهنځي فارغ او بیا یې په رسنیو کې د ژبپوه په توګه کار کړی دی.

د مصر یو مشهور لیکوال سلیمان فیاض له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۶ کلونو په عمر ومړ. نوموړي لسګونه کیسې، ناولنه، د ژبې پوهنې کتابونه او قاموسونه لیکلي دي.

د مصري لیکوالو ټولنې د ارواښاد فیاض مړینه د عربي کلتور او ژبپوهنې یوه لویه ضایع" بللې ده.

نوموړي ټیک پنځوس کاله خپلې ژبې او ادب ته خدمت کړی.

سرچینه وايي "فیاض یوازې لیکوال نه و، بلکې له ازهر نه یې تر فارغېدا وروسته لیکنو او د اسلامي ثقافت خپرولو لپاره ملا وتړله".

محمد سلیمان عبدالمعطي فیاض په ۱۹۲۹ کال د مصر دقهلیه کې زیږېدلی، په ۱۹۵۶ کال د ازهر عربي ژبې له پوهنځي فارغ او بیا یې په رسنیو کې د ژبپوه په توګه کار کړی دی.

نوموړي د کمپیوټري پروګرامونو د عربي کولو په برخه کې هم ډېر خدمت کړی دی.

د تېرې پېړۍ پنځوسمې لسیزې له پای ته رسېدو سره، فیاض رادیو ته پروګرامونه او تمثیلي پارچې جوړولې.

فیاض یو بل مصری سیناریو لیکوال اسامه انور عکاشه وهڅاوه، چې تلویزیوني ډرامې ولیکي، چې بیا وروسته عکاشه په عربي نړۍ کې ژر مشهور شو.

فیاض لومړی لنډو کیسو لیکلو ته مخه کړه، چې د "بچیانو تږی یم" په نامه د لنډو کیسو ټولګه یې په ۱۹۶۱ کال خپره شوه، بیا په ۱۹۶۸ کال یې د "توپان" په نامه بله ټولګه، او په ۱۹۹۲ کال یې "ګبینې سترګې" ټولګه چاپ شوه.

نوموړي په ۱۹۷۲ کال د "اصوات" په نامه ناول ولیکه، چې ځینو ژبو ته وژباړل شو، خو وروستی ناول یې په ۲۰۰۹ کال چاپ شو.

نوموړي د عرب نامتو پوهانو ژوندلیکونه د البیروني، ابن سینا، فارابي، خوارزمي، جاحظ او بان خلدون په طرز ولیکل.