آکسفام: د غزې بیارغونه ۱۰۰ کاله وخت غواړي

د انځور حقوق
Image caption د آکسفام ټولنې د بشري مرستو مرستیال مشر شاهین شوغتای ویلي، د غزې د بیارغونې د ځنډ اصلي لامل بندیزونه دي.

بریتانیا مېشتې خیریه ټولنې "آکسفام" ویلي، که چېرې پر غزې اسرائیلي بندیز پورته نه شي، د غزې بیا رغول به تر ۱۰۰ کلونو پورې ممکن نه وي.

دغه ټولنه وايي، د غزې تر سل زره ډېر کډوال، چې نیمايي یې ماشومان دي، په لنډمهالو سرپناوو کې اوسېږي.

په غزه کې د غزې رغونې د همغږۍ دفتر ویلي، په وروستیو درو میاشتو کې غزې ته د بیارغونې لپاره له ټاکل شویو موادو ایله څلور سلنه توکي رارسېدلي دي.

د آکسفام ټولنې د بشري مرستو مرستیال مشر شاهین شوغتای ویلي، د غزې د بیارغونې د ځنډ اصلي لامل بندیزونه دي.

نوموړی وايي، هلته تر سرو ډېر کورونه له بنسټه ویجاړ شوي، زیربناوې، ښوونځي او روغتونونه چې د ژوند لپاره مهمې اسانتیاوې دي، ویجاړ شوي، ښکاري چې د اسرائیلو بندیزونه هلته ډېر توکي نه پرېږدي، همدا لامل دی چې د غزې بیا رغونه سلو کلونو وخت ته اړتیا لري.

شوغتای پر نړیوالوې ټولنې غږ کړی، چې پر ښکېلو غاړو ـ په تېره بیا اسرائیلو ـ د بندیزونو لیرې کولو په تړاو فشار راوړي.

تېر کال اسرائیلو پر غزې بریدونه وکړل، چې څه باندې یوه میاشت یې دوام وکړ.

په دغو بریدونو کې تر دوو زرو ډېر کسان ووژل شول، لسګونه زره نور ټپیان شول، سلګونه زره بې کوره شول.

د تېر ۲۰۱۴ کال جولای پر اتمه، اسرائیلي پر غزې بریدونه پیل کړل، چې تر یوه میاشتني برید وروسته غزې ته شاوخوا ۵ میلیارده ډالر مالي زیان واوښت.

د غزې د سوداګرۍ خونې ویلي وو، دا په تېرو پنځوسو کلونو کې غزې ته تر ټولو لوی زیان دی.

په اسرائیلي بریدونو کې د غزې تر ۵۰۰ ډېر اقتصادي بنسټونه ویجاړ شول، چې یوازې ددغو بنسټونو ارزښت تر ۵۴۰ میلیون ډېر ډالر و.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP

په غزه کې د اسرائیلو تر بریدونو وروسته بې کاري ۵۵ سلنه ډېره شوه، د بې وزلۍ کچه پکې ۶۵ سلنه زیاته شوه، د هغو کسانو شمېر تر یوه میلیون واوښت، چې نړیوالو مرستو ته یې عاجله اړتیا لرله، چې د غزې د اوسېدونکو ۶۰ سلنه یې جوړوله.

که څه هم د تېر کال اګست پر ۲۶ د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه، خو اسرائیلو اوربند مات کړ او پر غزې یې بیا بریدونه پیل کړل.

آکسفام وايي، غزه کې د رامنځ ته شویو ویجاړیو ساری په تېرو ۲۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، هلته بریدونو کې تر ۱۰۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي، چې بېرته رغول یې لږترلږه څلورو کلونو ته اړتیا لري.

د انځور حقوق
Image caption د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، هلته بریدونو کې تر ۱۰۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي، چې بېرته رغول یې لږترلږه څلورو کلونو ته اړتیا لري.
Image caption آکسفام وايي، غزه کې د رامنځ ته شویو ویجاړیو ساری په تېرو ۲۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

آکسفام دا هم ویلي، چې غزه کې د دوی اړوند ۱۵ روغتونونه او د برېښنا تولیدولو بنسټونه ویجاړ شوي.

که څه هم اسرائیلو په رسمي توګه په بریدونو کې د خپلو کارول شویو وسلو، پوځيانو او پوځي توکو د کارولو کچه ونه ښوده، خو اسرائیلي رسنیو ویلي، وو چې اسرائیلی پوځ په دې بریدونو کې د ۱.۲ او ۲،۳ میلیارد ډالر لګولي دي.

د انځور حقوق banksy.co.uk
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق

ورته مطالب