بحرین ۳ شیعه وګړي په اعدام محکوم کړل

د انځور حقوق Reuters

په بحرین کې درې شیعه وګړي د تېرکال د هغه بمي برید په تړاو په اعدام محکوم شوي، چې لږترلږه درې پولیس پکې ووژل شول.

د تورنو وکیلانو او چارواکو ویلي، اوه نور وګړي هم د بمي بریدونو په تړاو په عمري بند محکوم شوي، او اته کسه نور به د بحرین تابعیت له لاسه ورکړي.

تېر کال، د مارچ پر ۳ د بحرین پلازمېنې منامې ته څېرمه چاودنه د ۲۰۱۱ کال له اړدوړ پیلېدو راهیسې خونړی برید و.

ددغو تورنو په حق کې حکم د تېرې پنجشنبې په ورځ د بحرین د جنايي جرمونو عالي محکمې صادر کړ.

د محکمې په حکم کې له تورنو غوښتل شوي، چې په بمي برید کې د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.

د محکمې په حکم کې ویل شوي، چې تورنو له لیرې یو ماین کنټرولاوه او بیا یې چوولی، چې درې پولیس پکې و،ژل شول او ۱۳ کسه نور ټپیان شول.

د بحرنی د حکومت مخالفې ډلې او د بشري حقونو فعالان وايي، په هېواد کې د ناامنیو له پیلېدا راهیسې، د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي، خو دولت بیا د قربانیانو شمېر کم ښيي.

ورته مطالب