مسکو کې روسی مخالف سیاستوال ووژل شو

نیمتڅوف د انځور حقوق AFP
Image caption ۵۵ کلن نیمتڅوف په تېره نوي یمه لسیزه کې د مخکیني لومړي وزیر بوریس یلتسین په وزارت کې د هغه مرستال و.

روسي رسنۍ وايي، مخالف سیاستوال او د لومړي وزیر مخکینی مرستیال بوریس نیمتڅوف د مسکو پر یوه واټ په مرمۍ ویشتل شوی دی.

د روسیې یوې امنیتي سرچینې انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، یوه ناپېژانده وسله وال مسکو کې پر ښاغلي نیمتڅوف څلور ډزې کړې دي.

د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمتري بیسکوف دا پېښه غندلې ده، چې په وینا یې دا کار یوه "اجرتي قاتل" ترسره کړی دی.

دی وايي، روسي ولسمشر ددغه جرم په اړه د څېړنې امر کړی.

په واشنګټن کې ولسمشر اوباما هم د ښاغلي نیمتڅوف وژنه یو وحشي عمل بللی، او په دې قضیه کې یې د عادلانه او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د "میدوزا " په نامه یوې خبري وېبپاڼې ویلي، پر ښاغلي نیمتڅوف هغه مهال ډزې وشوې، چې له خپلې مېرمنې سره کرملین ته څېرمه یې چکر واهه.

سرچینه وايي "له یوه موټر څو کسان راکوز شول او ډزې یې وکړې".

۵۵ کلن نیمتڅوف په تېره نوي یمه لسیزه کې د مخکیني لومړي وزیر بوریس یلتسین په وزارت کې د هغه مرستال و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلی نیمتڅوف د هغه پله پر سر ویشتل شوی چې د کرملین ماڼۍ او باسیل کلیسا ترمنځ موقعیت لري

نوموړی په اقتصادي اصلاحاتو مشهور سړی و.

کله چې د یلتسین واکمني ختمه شوه او ولادیمیر پوتین واک ته ورسېد، نیمتڅوف د نظام یو سیاسي مخالف شو.

انټرفاکس ته یوې سرچینې ویلي، نیمتڅوف د شا له خوا نه په سر د تومانچې په مرمۍ لګېدلی، چې برید کوونکي په یوه سپین موټر کې تښتېدلي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په شپه کې خلک له ګلانو سره د قتل ځای ته ورغلي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روسي اپوزیسیون مشران ایلیا یشین او کسینیا سوبچک رسنیو ته د ښاغلي نیمتڅوف د وژل کېدو غبرګون پرمهال

ورته مطالب