د چیلي ناروغې نجلۍ له ولسمشرې د خپل مرګ اجازه غوښتې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشرې ژمنه کړې ده، چې دغه ناروغه نجلۍ به روغتون کې وګوري.

په چیلي کې یوې ۱۴ کلنې نجلۍ، چې له ناعلاجه میراثي ناروغۍ ځورېږي، د هېواد له ولسمشرې میشل باچیلیټ نه د خپل ژوند پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

والنټینا موریرا دا څرګندونې په یوې وېډیو کې کړې دي.

دغه وېډیو پر انټرنېټ زرګونو کسانو خپره کړې او کتلې ده.

ولسمشرې ژمنه کړې ده، چې دغه ناروغه نجلۍ به روغتون کې وګوري.

په چیلي کې ځانوژونه ممنوع ګرځول شوې.

د ولسمشرې ویاند ویلي، د نجلۍ غوښتنه به پوره نه شي، خو حکومت هوډ کړی چې تر خپله وسه به ددغې ناروغې نجلۍ درملنه وکړي.

والنټینا ویلي: "غوښتل مې له ولسمشرې سره په عاجل ډول وغږېږم؛ ځکه چې له دغې ناروغۍ د خلاصون لپاره په مرګ راضي یم".

د انځور حقوق Valentina Maureira
Image caption د ولسمشرې ویاند ویلي، د نجلۍ غوښتنه به پوره نه شي، خو حکومت هوډ کړی چې تر خپله وسه به ددغې ناروغې نجلۍ درملنه وکړي.

هغه وايي، مشر ورور یې هم د همدې ناروغۍ له کبله په شپږ کلنۍ کې مړ شوی، دا هم پوهېږي چې برخلیک به یې څه وي.

د مثانې له کاره لوېدو دغه ناروغي پر ځیګر برید کوي او د ساه اخیستو له تابه یې وباسي، او ګڼې نورې ناروغۍ هم ورسره مل وي.