"پاکستان د جندالله ډلې یو مشر نیولی"

د انځور حقوق AFP
Image caption کوټه کې له څو ورځو راهیسې عملیات دوام لري

رویټرز خبري اژانس وايي، پاکستاني امنیتي چارواکو د جندالله ډلې د یوه مشر سلام ریګي د نیولو خبر ورکړی دی.

راپورونه وايي، ښاغلی ریګي د بلوچستان کوټې ښار ته څېرمه په یوه بس کې د سفر پرمهال نیول شوی.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، سلام ریګي د جندالله د مخکیني مشر عبدالمالک ریګي نژدې کس و، چې د عبدالمالک تر اعدام وروسته، یې د جیش العدل مشري او فعالیتونه مخته بېول.

عبدالمالک ریګي په ۱۳۸۹ کال د "ملي امنیت پروړاندې د فعالیتونو" په تور په ایران کې اعدام شو.

پر سلام ریګي پاکستان او ایران کې د ځینو ځانمرګو بریدونو تور دی، چې د رویټرز د راپور پربنسټ، پر نوموړي عراق او سوریې ته هم د جنګیالیو استولو تورونه دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایا پاکستان به سلام ریګي ایران ته وسپاري او که نه.

جندالله ډله د ایران په ځینو برخو، په تېره بیا سیستان او بلوچستان کې د سنیانو د حقونو د دفاع په خاطر مبارزه کوي، چې څو ځلې یې له ایراني امنیتي ځواکونو سره وسله والې نښتې هم کړې دي.

په کوټه کې له څو ورځو راهیسې عملیات دوام لري، چې ویل کېږي په لړ کې یې د عثمان او سیف الله په نومونو د جندالله دوه قومندانان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، عثمان په کوټه او بلوچستان کې د فرقه ییزې وژنې په اعمالو کې لاس لري.

بلوچستان کې له څو کلونو راهیسې د سخت دریځۍ پېښې دوام لري.

تېره میاشت کې د شکارپور امام بارګاه کې یوه ځانمرګي برید ګڼ کسان ووژل، چې پر لشکر جهنګوي یې پړه واچول شوه.

ورته مطالب