بل ګیټس بیا هم د نړۍ تر ټولو شتمن سړی بلل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption د سږکال شتمنو نوملړ کې هم ډېر شمېر کسان د تکنالوژۍ اړوند دي

د مالي مسایلو اړوند فوربز مجلې له هغه نوملړ سره سم، چې د شتمنو خلکو په اړه یې خپروي، د امریکا تکنالوژي کمپنۍ مایکروسوفټ څښتن بل ګېټس، د نړۍ تر ټولو شتمن سړی دی.

له تېرو ۲۱ کلونو راهیسې بل ګیټس ۱۶ ځلې د نړۍ تر ټولو شتمن انسان بلل شوی دی.

نوموړي سږ کال هم د ډېرې شتمنۍ درلودو لړ کې د مکسیکو صنعت کار کارلوس سلم ته ماتې ورکړه.

د فوربز له شمېرو سره سم سږ کال د بل ګېټس په شتمنۍ او جایدادونو کې درې میلیارده ډالرو په ارزښت ډېروالی راغلی او وايي اوس یې کچه ۷۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د مجلې په رپوټ کې ویل شوي، چې نړۍ کې دا مهال ۱۸۲۶ میلیاردران دي، چې وايي تېرو ۱۲ میاشتو کې یې شمېر کې ۱۸۱ کسان ډېر شوي دي.

سږ کال هم د شتمنو لړ کې د هغو کسانو شمېر ډېر دی، چې تکنالوژي سره تړاو لري. د وال مارټ ځای ناستې کرسټي والټن د نړۍ تر ټولو شتمنه مېرمن بلله شوې ده.

نوموړې تېرو ۶ کلونو کې پنځه ځلې دغه مقام ترلاسه کړی دی.

د فېسبوک موسس مارکزوکربرګ نوم لومړی ځل د نړۍ ۲۰ شتمنو کسانو په نوملړ کې شامل کړل شوی دی.

د مجلې په رپوټ کې د پیغام لېږلو اپ سنیپ چیټ شریک موسس ۲۴ کلن ایون سپیګل د نړۍ تر ټولو کم عمره میلیاردر بلل شوی دی.

د کار هایرینګ سروس ( اوبر ) موسسانو ټریوس کلانګ او ګیرټ کیمپ په شمول سږ کال سیلیکون ویلې ۲۳ نوي میلیاردران وړاندې کړي دي.

د تېر کال له نوملړ نه ۱۳۸ کسان بیا نه دي توانېدلي خپل نومونه په سږني نوملړ کې شامل کړي.

بل لور ته د ګوایتي مالا ماریو لوپیز د دغه هېواد یوازینی اوسېدونکی دی، چې یاد نوملړ کې یې نوم شامل شوی دی.