تکریت کې د داعش پر هدفونو بریدونه شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption د عراق شمال سیمې د اسلامي دولت ډلې له کنتروله بهر کولو لپاره د یکشنبې په ورځ زرګونه عراقي پوځیانو او ملیشه ځواک عملیات پیل کړل

عراق کې حکومتي پوځ او پلوي ملېشه ځواکونه یې د پخواني عراقي ولسمشر صدام حسین د پلارګنۍ ښار تکریت په شاوخوا کې یو ځای شوي دي.

د تکریت ادارې چارواکي وايي، چې حکومتي ځواکونو لا هم د ښار مرکز لور ته پرمختګه نه دی پیل کړی، خو د اسلامي دولت ډلې پر مورچلونو یې د توپخانې او الوتکو بریدونه پیل کړي دي.

له ښار نه ډېری ځايي اوسېدونکي وتلي دي او هلته د پاتې کسانو خپلوانو په وینا اوسمهال د بریدونو هدفونه د ښار په څنډو کې دي.

د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي امر کړی، چې باید د عملیاتو په بهیر کې د ملکي کسانو د سر او مال خوندیتوب ته پام وشي.

له دې مخکې پر شیعه ملېشو تورونه لګېدلي وو، چې په هغو سیمو کې، چې دوی له اسلامي دولت ډلې نیولې وې، ډله ییزه وژنه یې کړې ده.

د عراق شمال سیمې د اسلامي دولت ډلې له کنتروله بهر کولو لپاره د یکشنبې په ورځ زرګونه عراقي پوځیانو او ملیشه ځواک عملیات پیل کړل.

په عملیاتو کې د شیعه ملېشو یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې د ایران یو لوړپوړی پوځي جنرال عراق کې دی او دغو علیاتو کې برخه لري.

د دوشنبې په ورځ عراقي ځواکونو ادعا وکړه، چې د تکریت یو شمېر سیمې د داعش له ولکې بهر کړل شوي دي. ۳۰ زرو پورې عراقي پوځيان او ملېشه وال دغو علیاتو کې برخه اخلي، چې د عراق هوايي ځواک ملاتړ هم له ځان سره لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تکریت په صلاح الدین ایالت کې موقعیت لري او موصل ښار ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې پروت دی

خو د امریکا هوايي ځواک ویلي، چې دغو عملیاتو کې عراقي ځواکونو سره مرسته نه کوي.

تېر کال جون میاشت کې داعش ډلې پر تکریت کنترول تر لاسه کړ. موصل چې د عراق دویم لوی ښار بلل کېږي، هم دا مهال د اعش په ولکې کې دی.

تکریت په صلاح الدین ایالت کې موقعیت لري او موصل ښار ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې پروت دی.

ماهرین وايي د عراق په شمال کې د داعش زور ماتولو لپاره د تکریت کنترول ترلاسه کول ډېر مهم دي، ځکه وايي موصل ته تللې ټولې لارې له تکریته تېریږي.

د عراق پوځي چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې حکومتي ځواکونو تکریت ته څېرمه العابد او التین سیمې نیولې دي.

له دې مخکې له الدور او د تکریت له سویل ختیځ العالم سیمو او دغه راز د ښار په ختیځ کې قادسیه سیمې نه د جګړې رپوټونه ورکړل شوي وو.

د تلفاتو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د روغتون مسوولینو په وینا ۵ پوځیان او د ملېشه ځواک ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د ایراني انقلابي ساتونکو، قدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني عراق کې دی او داعش خلاف جګړې کې مرسته کوي.

داسې انځورونه خپاره شوي، چې پکې شمالي عراق کې د داعش له پرمختګه وروسته جنرال قاسم سلیماني د بغداد خوندیتوب اقدامانو څارنې په حال کې لیدل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د عراق پوځي چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې حکومتي ځواکونو تکریت ته څېرمه العابد او التین سیمې نیولې دي