' فرګوسن کې د پولیسو رویه بې پرې نه وه '

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فرګوسن کې د افریقايي الاصله امریکایانو نفوس ۶۷ سلنه دی

امریکايي رسنۍ د دغه هېواد عدلیې وزارت له قوله وايي، چې میسوري کې فرګوسن ښارګوټي پولیسو د بې پرې والي مخالف ثبوتونه یې تر لاسه کړي دي.

د عدلیې وزارت په اړه ویل کېږي، چې دوی پولیس اداره له معقول سبب پرته د درولو او له معقول سبب پرته د نیولو لپاره تورنولای شي.

فرګوسن کې پروسږ کال د یوه تورپوستي زلمي مایکل براوون له وژل کېدو وروسته د ښاري حقونو لپاره د څېړنو لړ کې دغه معلومات برسېره شوي دي.

د سپین پوستي پولیس افسر ډېرن ولسون له لاسه د تورپوستي ځوان له وژل کېدو وروسته د هېواد په لر او بر کې احتجاجونه وشول.

بل لور ته په یوه ځانګړي رپوټ کې هیله څرګندیږي، چې د ډېرن ولسون په لاس د براوون وژل کېدو مساله کې د ښاري حقونو له کومې مخالفې نه خلاصون وشي.

د پولیسو د پلویتوب ثبوتونه د پولیسو اداره کې او له امریکايي رسنیو سره د بې نومه خبرو پایله کې مخې ته راغلي دي.

Image caption ویل کېږي دغه رپوټ کې به پر پولیسو د تورپوستو کسانو خلاف د سخت زورکارولو تور پورې شي

خو په دې لړ کې به د چهارشنبې په ورځ رسمي اعلان کېږي.

دې لړ کې له پولیسو او ښار کې له حکومته رسمي غبرګون نه دی تر لاسه شوی. د میسوري ایالت والي دفتر یوه ویاند ویلي:

' موږ تر اوسه رپوټ نه دی لیدلی او په دې اړه څه نه شو ویلای. '

ویل کېږي دغه رپوټ کې به پر پولیسو د تورپوستو کسانو خلاف د سخت زورکارولو تور پورې شي او داسې ثبوتونه به وړاندې شي، چې تورپوستي ګاډي چلوونکي بې سببه درول کېږي او تالاشي کېږي.

فرګوسن کې د افریقايي الاصله امریکایانو نفوس ۶۷ سلنه دی او د واشنګټن پوسټ له رپوټ سره سم د ۲۰۱۲ او د ۲۰۱۴ تر منځ نیول شویو کې یې شمېر ۹۳ سلنې ته رسېده.

دغه رپوټ کې دا هم معلومیږي، چې محکمو کې هم د توکم پر بنسټ رویه کېږي، چې وايي د ۶۸ سلنه تورپوستو قضیې بهر کېدو احتمال موجود وي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې ویل شوي، چې د ښاري بودیجې پوره کولو لپاره د چارواکو لخوا د جرمانې پېسې کارول کېږي.

که چارواکي له محکمې بهر د دغې مسالې د هواري لپاره د هوکړې په رامنځته کولو بریالي نه شي، د ښاري عدل وزارت د ښاري حقونو عریضه کولای شي.

د څېړنې امر سپتامبر کې لوی څارنوال ایرک هولډر کړی و. اکتوبر کې بیا نوموړي ویلي و، چې فرګوسن کې ډېرو بدلونو اړتیا ده.