اوباما: د ایران په باب د نتنیاهو خبرو کې نوي څه نه شته

د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما وايي و نه توانید د نتنیاهو وینا واوري، خو وايي کله یې چې د وینا متن ولوست نوي څه یې پکې و نه موندل

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما په ترخه انداز د اسراییلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو وینا ته غبرګون څرګند کړي، چې د ایران په اړه یې د نوموړي پر پالیسي نقد کړی و.

د اسراییلو لومړي وزیر د امریکا کانګریس ته وینا کې ویلي و، چې یوه ممکنه هوکړې، چې پرې خبرې روانې دي، اتومي بم ته د ایران د لاسرسي لار هواروي.

خو ښاغلي اوباما ویلي نتنیاهو کوم عملي بدیل هم نه دی وړاندې کړی.

نورو لوړپوړو دیموکراتانو او دغه راز ایران هم د نتییاهو پر څرګندونو نیوکې کړې.

د امریکا ولسمشر ویلي له ښاغلي نتنیاهو سره به و نه ویني، چې له دوو اونیو لږ مودې کې ټولټاکنو ګډون لپاره مبارزه کوي.

د ایران اتومي پروګرام پر سر خبرې د یوې تګلارې پر سر هوکړې لپاره د مارچ وروستیو کې یوه ضرب الاجل ته نژدې کېږي، چې پرې نیوکې شوې دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د امریکا کانګریس ته یوه ناندریزه وینا کې ویلي و، چې 'ایران د ټولې نړۍ پر وړاندې یو خطر 'دی.

نوموړي ومنله، چې دغه وینا یې ناندریزه ده او ټینګار یې وکړ، چې د امریکا کورنیو چارو کې لاسوهونه نه کوي.

کانګریس ته د هغه د وینا پرېکړه د سپینې ماڼۍ له مشورې پرته شوې، چې پرې یې اعتراض کړی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption سپینې ماڼۍ د نتنیاهو دغه وینا د امریکا کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې

سپینه ماڼۍ شکایت کوي، چې دغه وینا د امریکا په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده او وايي له ایران سره د ممکنه هوکړې خلاف په امریکا کې مخالفت پارولو ته لمن وهل دي. دغه وینا په اسراییلو کې له ټاکنو ایله دوې اونۍ مخکې شوې، چې دغو ټاکنو کې بنیامن نتنیاهو د بیا واک تر لاسه کولو لپاره برخه اخلي.

د ایران اتومي پروګرام پر سر د پراخو خبرو لپاره په مارچ کې یوه هوکړه کېدونکې ده، چې امریکا، برتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه غواړي د ایران اتومي پروګرام درولو لپاره هوکړه وشي او بدل کې به یې پر ایران لګېدلي بندیزونه نرم شي.

د امریکا کانګریس کې د ښاغلي نتنیاهو تود هرکلی وشو، دریځ ته پر لاره هغه یوازې هغو کسانو سره روغبړ وکړ، چې زړه یې غوښتل.

نوموړي وویل، د امریکا او اسراییلو اړیکي باید له سیاسته پورته وي او وايي د ملاتړ لپاره د امریکا له خلکو مننه کوي.

خو له دې وروسته نوموړي ژر اصلي مقصد ته راغی او ویې ویل، چې' ایران، فتح، تسلط او ترهګرۍ لور ته ګامونه اخلي'. نوموړي زیاته کړه، ایراني واکمن د تل په څېر محافظه کار دي او وايي فکرونه یې په متشدد اسلام کې پټ دي، چې وايي دوی به تل د امریکا دښمنان وي.

د هغه په خبره داعش سره جګړې کې ګډون کولو سره به هغوی دوستان نه شي، بلکې وايي' ستاسې د دښمن، دښمن ستاسې دښمن دی'.

د سویټزرلنډ مونټرې خبرو ګډونوالو سره اندېښنه ده، چې هسې نه نتنیاهو د دغې هوکړې جزیات برالا کړي، خو د اسرییل غږ راډیو په وینا نتنیاهو په وروستیو ساعتونو کې تر ډېره حده د خپلې وینا انډول برابر کړی.