پټو اسنادو ته د پاټریوس محبوبې لاسرسي لانجه حل شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption پر ډېوېډ پاټریوس له اجازې پرته د مهمو اسنادو لرې کولو تور دی

د امریکا څارګرې ادارې سي ای اي پخواني مشر ډېوېډ پاټریوس او د امریکا عدلي ادارې تر منځ یوه هوکړه شوې ده.

د هوکړې له مخې به ډېوېډ پاټریوس اعتراف وکړي، چې ډېرو مهمو او پټو اسنادو کې یې ګوتې وهلې دي او په غیر مسوول انداز یې خپلې ملګرې ته دغو اسنادو ته د لاسرسي اجازه ورکړې.

د نوموړي دغه اعتراف سره به هغه څېړنې چې محرمو اسنادو ته د نوموړې د ملګرې لاسرسي معلومولو لپاره کېږي پای ته ورسیږي.

پاټریوس ۲۰۱۲ کال کې هاغه مهال له دندې استعفا وکړه، چې له خپل ژوند لیک لیونکې مېرمنې سره یې د نژدې اړیکو په اړه رپوټونه برالا شول.

د امریکا عدلي ادارې په وینا پر پاټریوس د سري اسنادو له اجازې پرته ساتلو او لرې کولو تور دی.

د استعفا پر مهال پاټریوس ویلي و، چې ' سره له دې چې د واده مې ۳۷ کلونه تېر دي، ما یو ډېر ناسم ګام اخیستی او له یوې بلې مېرمنې سره مې اړیکي ساتلي. د یوه متاهل سړي او د سي ای اې په څېر ادارې د مشر په توګه دغه اقدام د منلو وړ نه دي.'