اوکراین کان کې چاودنې ۳۰ کسان وژلی دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption له جګړو مخکې هم د کان کندنې سکیتور کې خونړۍ پېښې معمول وې

اوکراین ختیځ کې چارواکي وايي د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمې کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې له کبله، چې په ظاهره د ګازو چاودنه ښکاري، لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور بې درکه دي.

خو یو شمېر یاغي چارواکو ویلي، چې دوی د زاسیادکو سیمې دغې چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر نه شي تاییدولای.

دغه چاودنه کې ۱۴ کان کندونکي ټپیان شوي هم دي. دغه سیمه کې نژدې اته کاله مخکې د اوکراین تاریخ تر ټولو ناوړه کان نړېدنې پېښه رامنځته شوې وه.

د کان کندونکو خپل خپلوان د پېښې په ځای کې د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره یو ځای شوي دي.

دونیڅک کې د ژمي اوږدو کې د حکومتي پوځ او بيلتون پالو یاغیانو تر منځ سختې جګړې وشوې، خو د کانونو اتحادیې یوه مسوول میخایل ولینیټس اوکراین ټلویزیون ته ویلي، چې سیمه کې دا وروستیو ورځو شپو کې جګړه نه ده شوې.

په اپریل کې د جګړو له پیله راهیسې چې د اوکراین اقتصاد مخ پر ځوړ شوی، ډېری کان کندونکو په جګړه ځپلو سیمو کې خپل فعالیتونه روان ساتلي دي.

له جګړو مخکې هم د کان کندنې سکتور کې خونړۍ پېښې معمول وې، ځکه د خوندیتوب معیار پکې ټیټ دی.

د انځور حقوق
Image caption دغه سیمه کې نژدې اته کاله مخکې د اوکراین تاریخ تر ټولو ناوړه کان نړېدنې پېښه رامنځته شوې وه

کیېف کې د اوکراین پارلمان ویاند ولوديمیر ګرویسمان وکیلانو ته وویل، چې په 'سخته غمیزه ' کې ۳۲ کسان وژل شوي دي.

نوموړي د وژل شویو کسانو سره خواخوږۍ لپاره د یوې دقیقې چوپتیا غوښتنه وکړه.

خو وروسته د روسیې له انترفاکس خبري اژانس سره خبرو کې د یاغیانو بېړنیو مرستو ادارې مشر الیکسي کودینکو وویل، دی د ۳۲ کسانو وژل کېدو رپوټونه نه شي تاییدولای.

دونیڅک کې یو چارواکی چې انټرفاکس ورسره اړیکه نیولې هم و نه توانید دغه شمېرې تایید کړي.

د چاودنې پر مهال ۲۳۰ مزدوران په چارو بوخت وو. له دغو کسانو نه ۱۵۷ بهر ته ایستل شوي دي.

که څه هم دغه کان د سیمې نورو هغو پرتله نوی او په عصري وسایلو سمبال دي، خو ۲۰۰۷ کال کې دغه کان کې د اوکراین تاریخ تر ټولو خونړۍ پېښه رامنځته شوه، چې ۱۰۱ کسان پکې ووژل شول.