له القاعدې څخه راغلی ''جاسوس''

د انځور حقوق BBC World Service

ایمن دین د القاعده یو بنسټ ایښودونکی غړی دی، په ۱۹۹۸کې ېې خپله لاره بدله کړه او د بریتانیا امنیتي ځواکونو او استخباراتي سازمانونو، MI5 او MI6 جاسوس شو.

د بي بي سي پیټر مارشال ورسره مرکه کړې، هغه وايي چې ایمن دین په افغانستان او لندن کې په کلونو کلونو کار کړی او د توندلاري اسلام پرضد مبارزې کې د لویدیځ ترټولو باارزښته پانګه ګڼل کیږي.

بوسنیا

ایمن دین په سعودي عربستان کې لوې شو، چېرې چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي له خوا د افغانستان د اشغال پرضد پوځي جهاد د درناوۍ ډک مفهوم درلود.

د یوګوسلاویا د ټوټې ټوټې کیدو په وخت کې هغه یو ځوان هلک و، هغه وخت د بوسنیا مسلمانان د سربي نشنالیستانوله خوا د مرګوني ګواښ سره مخامخ وه. ایمن او یو ملګری ېې خالد الحاج چې وروسته په سعودي عربستان کې د القاعدې مشرشو، مجاهدین شول.

ایمن وايي:''دا زما لپاره یوه لویه تجربه وه چې زما سترګې ېې پرانیستې. څو اونۍ وړاندې زه په سعودي عربستان کې په خپلو زده کړو او د کتابونو په لوستلو بوخت وم، خو ناڅاپه مې ځان د بوسنیا په غرونو کې وموند چې کلاشنیکوف مې په لاس کې و او د بیسارې ځواکمنۍ احساس مې کاوه- ددې پرځای چې له یوې ګوښې نه تاریخ ته وګورم داسې احساس مې کاوه چې په خپله د تاریخ په لیکلو کې برخه اخلم''.

''د پوځي روزنې په کمپونو کې مې د جګړې د تاکتیکونو او پوځي مانورو زده کړه کوله، پخوا مې هېڅکله فکر نه کوه چې د ډېرو بیلابیلو هیوادونو د خلکو ترڅنګ به دغسې زده کړې کوم، د ټولو ترمنځ یو ګډ شی دا و چې ټول مسلمانان وو. هغوی ټول ددې لپاره هلته تللي وو چې د بوسنیا د خلکو څخه ددفاع په جهاد کې برخه واخلي، دا په خپله یوه ستره تجربه وه.''

پوښتنه: آیا تاسو نه ډارېدئ؟

ځواب: زما اوستا ترمنځ دې وي، فکرکوم په لومړي سر کې د نامعلوم حالت نه ډارېدم، له دې نه ډارېدم چې ددې سفر په ترڅ کې ښايي مړ شم.

پوښتنه: له مرګه نه ډارېدئ؟

ځواب: دروغ به وي که ووایم چې له مرګه نه ډاریدم خو ورو ورو مې دا ومنله چې هو زه بوسنیا ته ځم او ډیر امکان لري چې بیرته به رانشم.

پوښتنه: آیا تا شهادت غوښته، غوښتل دې چې مړ شې؟

ځواب: هو.

د جهاد ښونځی

ایمن وايي :''د بوسنیا د نښتې په پای کې مې په خپلو ملګرو کې یو بل څه ولیدل. هغه کسان چې ژوندي پاتې شوي و د لویدیځ ضد، د نړیوال توب یا ګلوبالایزیشین ضد تګلاره يې غوره کړه او احساس يې کوه چې نړیواله ټولنه په بوسنیا کې د مسلمانانو پرضد په توطیو بوخته ده ځکه چې غواړي جګړه په خپله ګټه بدله کړي- هلته جګړه ختمه کړي او بل ځای کې په نورو بریا ورپسې لاړ شي.

لږترلږه دغسې یو احساس موجود و. او ددې احساس سره هغوی فکر کاوه چې لویدیځ د اسلام د دین سره جنګیږي او دا د بنیادګرۍ د لا خپریدو سبب شو او دغه کسان له مجاهدینو نه په جهادي فعالینو بدل شول.

بوسنیا یو ښونځی و چې پکې د القاعدې ډیر با استعداده مشران وزیږیدل. خالد شیخ محمد چې د سپتمبر په یولسمه نیویارک کې د بریدونو له امله تورن و یوله هغو کسانو څخه و چې بوسنیا کې جنګېده.

هغه وخت ما فکرکوه چې خالد شیخ محمد ددې لپاره بوسنیا ته راغلی چې با استعداده کسان پیداکړي، چې وروسته ورڅخه کار واخلي.”

“زما په یاد دي چې د یوه واده په وخت کې څنګ ترڅنګ ناست و او ده وویل: “داسې ښکاري چې د بوسنیا جګړه په ختمیدو ده خو د جګړې وروسته به څه پیښیږي؟ پوښتنه داده چې آیا موږ به د نړۍ په یو سر او بل سر کې په ناهیلو جګړو بوخت یو او هڅه به کوو چې مسلمانان وژغورو، او ګټه به ېې بل څوک ترلاسه کوي؟”

په بل عبارت، هلته به یوسکیولر حکومت وي چې د شریعت قانون به نه عملي کوي. خالد شیخ محمد وویل چې دا لړۍ باید ختمه شي او موږ باید د یوې بلې جبهې په فکرکې اوسو چې وکولای شو اسلام ته خدمت وکړو او په اسلامي نړۍ کې د جهاد روحیه راژوندۍ کړو. زه فکر کوم دا لنډه وینا ددې لومړنۍ نښه وه چې نور به جهاد داسې یوه وسیله نه وي چې په سرحدونو کې د مسلمانانو دفاع وکړي بلکې داسې یوه وسیله به وي چې رژیمونه نسکور کړي او په سیمه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ګټو پرضد تروریستي جګړه پیل کړي.”

پوښتنه: چې ترورستان شي، نه دا چې عسکر اوسي؟

ځواب: مطلقاً همداسې ده.

ایمن دین وايي ده تصمیم ونیوه چې په ښکاره د جهادیانو مخالفت وکړي.

القاعدې سره یوځای کېدل

ایمن دین وايي:” زه يې د بیعت لپاره کندهار ته وبللم چې هلته له نورو سره چې اسامه بن لادن ته يې بیعت کاوه ووینم او له هغه سره هم مخامخ کتنه وکړم، او هلته ېې زما هرکلی وکړ. بن لادن وویل چې ډېر کلونه کلونه به ستونزې او سختۍ ګالو، او د جهاد مرام نه دده سره پیلیږي او نه له منځه ځي.”

پوښتنه: تا سوګند وخوړ؟

ځواب: هو.

پوښتنه: سوګند څه و؟

ځواب: تاته به وفادار یم چې ترڅنګ دې ودریږم او په بدو او ښو وختونوک ې دې ترڅنګ وجنګیږم، د خدای ددښمنانو پرضد جهاد وکړم او ستا د قوماندانانو امر ومنم.

پوښتنه: د سوګند خوړلو په وخت کې دې څه کول؟ ولاړ وې او که په زنګنو؟

ځواب: پرځمکه د هغه ترڅنګ ناست وم، زنګنونه به مې تقریباً سره نښتي وه، یولاس مې پر قرآن ایښی و او سوګند مې خوړ.

پوښتنه: نو دا به له احساساتو ډکه یوه شېبه وي؟

ځواب: هو، خو چې اوس بیرته ورته ګورم، د هغسې ډار احساس مې کاوه لکه چې بوسنیا کې مې د یو نامعلوم حالت په اړه درلود.

پوښتنه: پوهیږئ چې دا به ستا لپاره یو ستر ګام و چې اخیسته دې؟

ځواب: هو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ایمن دین د ماشومتوب په وخت کې

افغانستان

سعودي عربستان کې ایمن دین د دیني علومویو مسلمان نابغه و. په افغانستان کې يې مسولیت دا و چې القاعدې ته نوي راجلب شوي کسان وروزي چې ډیر يې له یمن څخه راغلي و. روزنه د اسلامي علومو، تاریخ او د دین د بنسټیزو عملي اصولو په اړه وه. دغه کار د جهادیانو د بیلابیلو انګیزو په اړه د هغه سترګې پرانیستې.

“بنیادګرۍ کومه واحده پروسه نلري. ځینې خلک په یوې دقیقې کې جهادیان کیږي او ځینو ته د قناعت ورکولو لپاره کلونه کلونه وخت پکار دی چې جهادیان شي. ځینو کسانو په دیني مدرسو کې زده کړه کوله- خو شمیر يې ډیر نه و، دوی له مدرسو نه راغلل، خو ځینې نور بیا مستقیماً له نایټ کلپونو څخه راتلل چې هلته به د الکولو په څښلو بوخت وه او تصمیم ېې نیولی و چې په جهادي نړۍ کې خپل ګناهونه پاک کړي.

نو تاسو وینئ چې دلته یوه واحده کلاسیکه بیلګه نشته بلکه راز راز لارې موجودې دي”.

پوښتنه: خو هغوی ټول شهادت غواړي؟

ځواب: هغوی ټول شهادت او په بیلابیلو کچو کې رستګاري یا د ګناهونو پاکول غواړي. ځینې خلک راځي او وايي چې ډیر ستومانه یم او غواړم چې ژر شهید شم. ځینې نور بیا وايي چې شهادت غواړم خو لومړی باید د خدای دښمنانوته د ځمکې پرمخ دوزخ ورکړم. غواړم چې تر ممکنه حده ژوندی پاتې شم چې د خدای دښمنان وځپم اوبیا د هغوی له خوا ووژل شم.

پوښتنه: نو داسې ښکاري چې ځینې له پیله ځانمرګي دي، او نور د وینو تږي دي؟

ځواب: هو.

شکونه

ایمن دین په افغانستان کې د روزنې په یو کمپ کې و چې په ۱۹۹۸ کې په نایروبي او دارالسلام کې د امریکا پر سفارتونو بمي بریدونه وشول. هغه اندیښمن و چې د ۱۲ تنو امریکایانو ترڅنګ،۲۴۰ تنه نور محلي خلک هم وژل شوي و، او ۵۰۰۰ ټپیان شوي و.

هغه وايي: ”ددغې وحشتناکې پیښې له امله پدې فکر کې شوم چې که دا ددې جګړې د پیل ډزې وي نو بل هدف به يې چېرته وي؟ ارجنټاین، جنوبي افریقا، موزامبیق؟ آیا موږ په افریقا کې د امریکایانو پرضد جنګیږو چې هغوی د منځني ختیځ او عربستان څخه وباسو؟ دا بې مفهومه ښکاري.

نو د یو دیني عالم په توکه ما ته ددې ټولو هڅو د قانونیت په اړه شک پیدا شو. نو ځکه ما په پوښتنو پیل وکړ. په یاد مې دي چې عبدالله موهاجه ته ورغلم، چې د القاعدې مفتي و... ورته ومې ویل چې: داسې نده چې زه کوم شک لرم خو غواړم راته روښانه کړئ چې د دښمن پر سفارتونو باندې بریدونه له مذهبي پلوه څنګه توجیه کېدای شي، پداسې حال کې چې په بالقوه توګه ستر جانبي زیانونه هم لري.؟”

هغه راته وویل: “وګوره، په دیارلسمه میلادي پیړۍ کې په ټولې اسلامي نړۍ کې یوه فتوا صادره شوې وه چې پر دښمن باندې برید ته پداسې حال کې اجازه ورکوي چې ملکي تلفات هم ولري ځکه چې دښمن له هغوی څخه د سپر په توګه کار اخلي. دا فتوا هر اړخیزه ده، او موږ ته اجازه راکوي، زموږه د کارونو د قانونیت په اړه کوم شک نشته”.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جانبي زیان: د نایروبي پر سفارت باندې د بمي برید د تلفاتو د ژغورنې کار

“نو ما تصمیم ونیوه چې په خپله لاړ شم او له نژدې نه یې ووینم، لیدو يې سخت ولړزولم. دا فتوا هغه وخت صادره شوې وه چې د منځنۍ آسیا د تاشکند، سمرقند، بخارا ښارونو مسلمانانو دا ځانګړې پوښتنه کړې وه چې: “مغلو برید کړی. هرځلي چې هغوی یو ښار ونیسي نو د دغې ښار د خلکو یوه برخه، زر، دوه یا درې زره کسان مجبوروي چې د محاصرې برجونه د بل ښار ددیوالونو پر لور پرمخ وتمبوي. نو آیا موږ پر خپلو مسلمانانو وروڼو باندې ډزې وکړو، چې د دښمن له خوا په زوره مجبوره شوې چې د محاصرې برجونه زموږ د ښار پر لوري راوړاندې کوي، که نه؟”

په فتوا کې ویل شوي و چې:” هو، پدې حالت کې مغل خپل پوځي هدف ته د رسېدو لپاره د ملکي مسلمانانو څخه د سپر په توګه کار اخلي او که تاسو ورباندې ډزې ونکړۍ او د هغوی برید بریالی شي، په خپله به ووژل شئ.”

“نوکله چې زه پدې وپوهیدم، ما فکرکوه چې: ښه، دا فتوا چې د مرګ او ژوند په حالت کې د دښمن د یوې سختې حملې په اړه وه چې د خلکو څخه ېې د سپر په توګه کار اخیسته چې نور ځایونه ونیسې او د ښار ټول خلک ښځې او ماشومان ووژني، نو دا به څرنګه د نایروبي او تانزانیا د پیښو سره سمون ولري. ددې پیښو ترمنځ هیڅ ډول ورته والی نشته”.

پوښتنه: نو دا فتوا چې د محاصرې د برجونو په اړه ۸۰۰ کاله مخکې شوې وه، د جهادي تروریزم د ټولو کارونو لپاره کارول کیږي؟

ځواب: دا د ملکي تلفاتو سبب کیږي، هو.

پوښتنه: نو دا مهمه ده؟

ځواب: دا مهمه ده خو دابه نه وایم چې بنسټ ېې ټینګ ندی. دا اصلاً هېڅ ډول بنسټ نلري. داسې خبره ده لکه د شګو کلا.

پوښتنه: بې مفهومه ده؟

ځواب: مطلقاً، او دوه میاشتې وروسته ما تصمیم ونیوه چې دا کار نور زما لپاره ښه ندی او لاړم.

جاسوس کېدل

ایمن دین وايي لا شل کلن نه و شوی او ډیر ناکراره و چې د طبي علاج لپاره خلیج ته لاړ، او شخصي فیصله يې دا وه چې بېرته به نه راځي. خو ځان يې د بریتانیا استخباراتو MI6 په لاس کې وموند. هغه وايي په ۱۱ ورځو کې بدل شو. د څلور کاله او دوه میاشتې جهادي ژوند نه وروسته د ۱۹۹۸کال د دسمبر په ۱۶مه لندن کې ښکته شو او د استخباراتو پوښتنې پیل شوې:

''فکر کوم د اوو میاشتو په ترڅ کې دغو پوښتنو تر یوه حده له دوی سره مرسته وکړه چې ددې سازمانونو او ډلو يو بهتره انځور ترلاسه کړي او وپوهیږي چې مهم کسان يې څوک دي''.

پوښتنه: ځکه چې تاسو او اسامه بن لادن، خالد شیخ محمد، ابو زبیده پېژندل. تاسو هریو پېژانده؟

ځواب: هو... په لندن کې له اوه میاشتو وروسته دا خبره راپورته شوه چې: “که تاسو بېرته افغانستان ته لاړ شئ او زموږ لپاره یوڅه نور کار وکړئ؟” او ما ورته په صراحت سره وویل چې: هو له دې سره هېڅ ستونزه نلرم”.

پوښتنه: څه دې وکړل؟

ځواب: زما اصلي هدف د معلوماتو رالیږل و، هر څومره چې ممکن وي معلومات راټول کړم- او دا آسانه کار نه و ځکه چې باید ټول په حافظه کې وساتل شي. هیڅ شی باید ونه لیکل شي. هر څه باید په فکر کې وساتل شي، بل چېرته نه... که کومې اخلاقي اندېښنې مې درلودې، باید د خپلو پخوانیو ملګرو نه مننه وکړم چې هغه یې له مانه لیرې کړې ځکه هرڅومره چې مې د هغوی پلانونه لیدل- د مثال په ډول کله چې القاعده د خپلې لومړنۍ کیمیايي وسلې په جوړولو بوخته وه او د ژور لېونتوب په ډیرې خوښۍ سره یې په اړه غږېدل...- دا وخت سړی ځان ته وايي چې: “ولې باید ددغسې کسانو پرخلاف جاسوسۍ کولو په اړه اخلاقي اندیښنې ولرې؟ هرڅه چې هغوی کوي د هغوی په اړه ستا کارونه برحقه ثابتوي”.

پوښتنه: تا د پخوا په شان هغوی ته ځان وفاداره ښوده؟

ځواب: هو همداسې وه. ما خپل وعظونو ته دوام ورکاوه، او ویل مې چې ددوی مرام ته څومره ډیر وفاداره یم.

پوښتنه: دا به ډیر سخت کار و، ځکه چې تا به هغوی ته نصیحتونه او وعظونه کول او ددوی ځینو بدو کارونو ته به مو دیني توجیه پیدا کوله؟

ځواب: هو، خو که تاسو غواړئ چې موږکان ونیسئ باید د کثافاتو او بدرفت سیستم ته ننوځئ او خپله هم ځان چټل کړئ.

پوښتنه: نو تاسو په افغانستان کې وئ او بریتانیا ته مو تګ راتګ کاوه؟

ځواب: هو.

پوښتنه: خو ښايي القاعدې فکر کاوه چې تاسو به بېرته بریتانیا ته لېږي؟

ځواب: هو،فکر کوم جالبیت ېې په همدې کې و.

پوښتنه: نو هغوی فکر کوه چې تاسو د دوی لپاره کار کوئ؟

ځواب: هو.

پوښتنه: پداسې حال کې چې تاسو په اصل کې د لویدیځ لپاره کار کاوه؟

ځواب: همداسې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ایمن دین په مکه مکرمه کې

په لندن کې جاسوسي

په بریتانیا کې ایمن دین معلومات راټولول او داسې کسان ېې څارل لکه بابر احمد، یو بریتانوی چې اعتراف یې کړی و چې تروریستانو ته مادي ملاتړ برابروي، او ابو حمزه چې سږکال په لومړیو کې په امریکا کې محاکمه شو او د تروریزم په ملاتړ تورن و، او ابو قتاده چې تیر اوړي کې په اردن کې محکمې د تروریزم له تورونو څخه سپین کړ او مخکې له بریتانیا نه شړل شوی و. ایمن دین هغوی او نور څارل او په عین وخت کې یې په جوماتونو او اسلامي ټولنو کې وعظونه کول.

پوښتنه: خو ستونزه داد ه چې که تاسو هلته پټ کار کاوه، هلته د القاعدې د یوغړي په توګه ستاسو هرکلی کېده، تاسو به ظاهراً په جوماتونو کې خلکو سره خبرې کولې او هغوی به مو جهاد سره یوځای کېدو ته هڅول؟

ځواب: هو... دا کار هم یو حد لري. ما خپل حد پیژنده چې ترکومه حده خلک وهڅوم. د مشخصې لمسونې پرځای باید په عامه توګه خبرې وشي او جملې باید په احتیاط سره وکارول شي. خو ترټولو سخته برخه ېې د ۲۰۰۵ کال د جولای په اومه وه.(دا هغه وخت و چې لندن کې چاودنې وشوې) اودلمسونې په اړه قوانین اومقررات ډیرسخت شوي و.

پوښتنه: نو تاسو نشواې ویلاې چې څه باید وشي؟

ځواب: په مشخصه توګه څوک نشئ هڅولای. په مشخصه توګه د یو برید لپاره غږ نشئ کولای. د ملکي خلکو پرضد تاوتریخوالی نشئ ستایلای.ب اید احتیاط وکړئ. کولای شئ چې د لویدیځ پر کارونو سخت انتقادونه وکړئ. په عمومي توګه د شهادت په اړه غږیدای شئ پرته له دې نه چې د موجودو پيښو په اړه مستقیماً وغږیږئ. باید د خپلو جملو او کلمو د کارولو په اړه له زیرکتیا څخه کار واخلئ.

پوښتنه: آیا تاسو هېڅکله هم جهاد ته د کوم چا د هڅولو له امله د ګناه احساس کوئ؟

ځواب: هو.

پوښتنه: آیا دا پیښې ډیرې دي چې ښايي داسې شوي وي؟

ځواب: ځینې پیښې وې چې داسې شوي دي.

پوښتنه: ګناه څه ډول وه، ځکه چې هغوی به کوم کار کړی وي یا څه ډول پای به یې درلودلی وي؟

ځواب: خوشحاله یم چې څوک ندی وژل شوی. خو، یو شخص د اوږدې مودې لپاره بندي شو.

پوښتنه: او تاسو د هغه د بندي توب وسیله ګرځېدلي وئ؟

ځواب: ما پکې برخه درلوده خو زه یوازې نه وم.

د ژوند ژغورل

ایمن دین وايي د ملکي خلکوپ رضد یې د ځان وژونکو بمي بریدونو او د زهرو کارولو مخنیوی کړی دی. ده وکولای شول هغه پلانونه د بریتانیا استخباراتو ته وسپاري چې هڅه کېده د نیویارک په یو تر ځمکې لاندې اورګاډي ستیشن کې دک یمیايي موادوب رید وکړي. خو هغه وخت د اسامه بن لادن مرستیال، ایمن الظواهري دغه برید لغوه کړی و.

که الظواهري نه وای ویلي چې” نه دا مواد مه استعمالوئ “، هغوی به کیمیايي وسله کارولې وای.

ځکه هلته یوه کړۍ وه چې د الظواهري څخه يې اجازه غوښتله، او ویل يې چې:” موږ دا ډول وسله لرو، اوس پوهیږو چې څه ډول يې استعمال کړو،پ وهیږو چې څرنګه ېې انتقال کړو، او یو هدف مو هم ټاکلی. دا د نیویارک تر ځمکې لاندې اورګاډي ستیشن دی او موږ باور لرو چې دا سیستم د هغې د هوا د تصفيې د مکانیزم له امله په ټولې پراخې شبکې کې د غازو د خپرولو لپاره ډیره ښه وسیله ده”.

خو الظواهري وویل: “نه، داک ارمه کوئ ځکه چې کېدای شي غچ اخیستنه يې له کنتروله ووځي”.

پوښتنه: ددې لپاره يې ورته مخه ونه نیوله چې دا بدکار دی چې د اوړګاډي په تونل کې غاز خپور شي؟

ځواب:ځکه يې ورته مخه ونیوله چې له پایلو څخه ېې وېرېده.

پوښتنه: نو تاسو دا مهم پلانونه ترلاسه کړي وه. ویلای شئ چې دا پلانونه مو له کوم ځایه ترلاسه کړي وه؟

ځواب: که حتی اجازه هم ولرم دا به ونه وایم.

پوښتنه: خو دا چې دا پلانونه مو ترلاسه کړي ښيي چې په القاعدې کې درباندې ډیر لوړ اعتماد موجود و؟

ځواب: فکر کوم دا پلانونه ځکه له ماسره شریک شوي و چې ما یو ځانګړی استعداد درلود او ما داسې ښودله چې غواړم ددې بریدونو د عملي کولو لپاره ددې استعداد نه کار واخلم.

پوښتنه: القاعدې داسې فکرکوه؟

ځواب: هو.

پوښتنه: ستاسو دا ځانګړی استعداد څه و؟

ځواب: نه غواړم دا ووایم.

ایمن دین لومړی القاعدې د یو باارزښته شخص په توګه موندلی و او بیا د بریتانیا امنیتي او استخباراتي ځواکونو. د هغه پټ ژوند هغه وخت ناڅاپه پای ته ورسېد چې یو امریکايی لیکوال دده هویت د داسې جزییاتو سره افشا کړ چې سرچینه یې یوازې ایمن دین ته رسېدای شوه. دا اته کاله پخوا و.