چین کې نهه کسان په چړو وهل شوي

د انځور حقوق
Image caption پولیس وايي، یو برید کوونکی یې وژلی او بل یې نیولی دی

چینايي پولیس وايي، یوه سړي د ګوانګ ژو تمځي کې نهه کسان په چړې وهلي. پولیس وايي، یو برید کوونکی وژل شوی او بل یې نیولی دی.

پولیسو وايي، برید د جمعې ورځې په ګهیځ شوی دی.

ددغه برید انګیزه تر اوسه نه ده جوته شوې.

په وروستیو میاشتو کې د چین اورګاډو تمځایونو کې دوه ورته بریدونه شوي وو. لومړی برید چې د چین سوېلي یونن ولایت کې کې د تېر کال مارچ کې شوی و، لږترلږه ۲۹ کسان پکې و،ژل شول او ۱۳۰ نور ټپیان شول، دویم برید په تېره مې کې اورومچي کې شوی و، چې لږترلږه ۳۱ کسان پکې وژل شوي وو.

چینايي چارواکو ددغو بریدونو پړه په چین کې پر اویغوري سخت دریځو مسلمانانو اچولې ده.

اویغوري لږکي مسلمانان په خپله ځانګړې ژبه غږېږي، خپل دودونه لري، چې د چین له دود سره توپير لري.

چینايي چارواکي بېلتونپاله اویغوریان د یوه خپلواک دولت جوړولو په هڅو تورنوي، چې ځانونه د ختیځ ترکستان وګړي بولي، خو اویغوریان وايي، د چین حکومت یې حقونه نه ورکوي.

دوی وايي، د چین حکومت له لوري له دوی سره د مېرې چلند په سیمه کې د تاوتریخوالي او اړدوړ لامل شوی دی.