''اسلامي دولت'' د نمرود لرغونی ښار ویجاړ کړ

د انځور حقوق PA
Image caption نمرود په عربي ژبه کې د آشوریانو کالخو (کالح)Kalhu په نامه د ښار نوم دی، چې د دجلې د اوبو پرڅنډه د اشوري پاچا لومړي شلمنصر (۱۲۴۵-۱۲۷۴) په لاس جوړ شوی، چې بیا وروسته د آشوري امپراتورۍ د واکمنۍ پرمهال ددوی پلازمېنه و.

عراقي چارواکو ویلي، د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو له موصل ښاره جنوب لوري ته ۳۰ کیلومتره لیرې په نینوی ولایت کې د نمرود سیمې د آثارو ړنګولو ته ملا تړلې ده.

د عراق د سیاحت او آثارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ''اسلامي دولت'' جنګیالي دغه آثار په سکواټور ویجاړوي.

وزارت وايي: ''د امنیت شورا باید په دې اړه بېړنۍ غونډه وکړي، او په دې باب خپلې مخکینۍ پرېکړې عملي کړي''.

ددغې تاریخي سیمې لرغونتوب تر میلاد وړاندې درېیمې پېړۍ ته رسېږي، چې په عراق او منځني ختيځ کې تر ټولو ډېر قدامت لري.

نمرود په عربي ژبه کې د آشوریانو کالخو (کالح)Kalhu په نامه د ښار نوم دی، چې د دجلې د اوبو پرڅنډه د اشوري پاچا لومړي شلمنصر (۱۲۴۵-۱۲۷۴) په لاس جوړ شوی، چې بیا وروسته د آشوري امپراتورۍ د واکمنۍ پرمهال ددوی پلازمېنه وه.

د آثارو لېږد

د انځور حقوق AFP
Image caption ددغې سیمې لرغونتوب تر میلاد ۱۳ بېړۍ مخکې پېر ته ګرځي

سیمه ییزو رسنیو د یوه کردستان د دیموکرات ګوند د یوه چارواکي له خولې ویلي ''د ''اسلامي دولت'' جنګیالي له نژدې یوې اونۍ راهیسې د سکواټور په مټ د نمرود د آثارو ړنګول پیل کړي دي''.

یوه بل عراقي چارواکي، چې په لرغونتوکو کې کار کوي، ویلي، د آثارو ړنګول د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته پیل شوي، خو په سیمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې لوی موټر ولاړ وو، چې ښکاري د ''اسلامي دولت'' ډلې جنګیالي دغه آثار بل ځای ته لېږدوي.

ددغو آثارو د ړنګولو له خبر یوه اونۍ مخکې ''اسلامي دولت'' د موصل موزیم کې د لرغونو توکو د ماتولو یوه وېډیو خپره کړه.

په دغو توکو کې مجسمې او تاریخي دروازې هم وې، چې تر ټولو مشهوره یې د ''نرګال دروازه'' وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption یونیسکو د لرغونتوکو د ناقانونه سوداګرۍ او قاچاق د مخنیوي لپاره د نړیوال ایتلاف جوړېدو غوښتنه کړې

د دوی دې کار نړیوال غبرګونونه او غوسې وپارولې او امنیت شورا یې په اړه بېړنۍ غونډه وکړه او ددوی دا عمل یې یو ''ترهګریز او وحشي کار'' وباله.

یونیسکو هم پخپله یوه ویناپاڼه کې دغه کلتوري آثار ماتول د کلتور له منځه وړل وبلل او دا یې ''جنګي جرم'' وباله.

په عراق کې ددغه هېواد له ټول ټال ۱۲ زرو تاریخي ځایونو یې شاوخوا ۱۸۰۰ د ''اسلامي دولت'' تر کنټرول لاندې سیمو کې دي.

اټکل دی، چې ''اسلامي دولت'' ځینې تاریخي آثار د خپلو پوځي اړتیاوو پوره کولو لپاره پلورلي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption ''د اسلامي دولت'' جنګیالیو د موصل موزیم لرغوني توکي مات کړل

''اسلامي دولت'' په تېرې جنورۍ میاشت کې د موصل کتابتون ته ننوتل او شاوخوا ۸۰۰۰ کتابونه یې ترې راویستل، اسلامي کتابونه او مخطوطې یې پرېښودې او نور یې وسېځل.

تحليل: وینیسنټ دود، د بي بي سي د کلتوري چارو خبریال

  • نمرود: هغه لرغونی ښار، چې د دجلې پر اوبو پروت دی، د آشوریانو منځني پړاو پرمهال (تر میلاد ۱۰۰۰ کلونه مخکې شپږ پېړۍ) – دغه ښار یې کالخو یا کالح (Kalhu ) باله، چې په لرغوني تاریخ کې په ''کالا'' نوم هم یاد شوی.
  • د نهرینو منځ کې پرتو هېوادونو په شمالي برخو کې د آشوریانو قوت ډېر شو، چې اوسنی عراق، سوریه او ترکیه پکې شامل دي. نمرود د نژدې ۱۵۰ کلونو لپاره د آشوریانو پلازمېنه وه، خو په پای کې ویجاړ شو.
  • هلته د لومړي ځل لپاره په ۱۸۴۰ کال د اروپایانو په لاسونو کیندنې پیل شوې، لرغونې خزانې وموندل شوې، شاهي ماڼۍ پکې کشف شوې، مجسمې او کوچني لرغونې ډالۍ پکې پیدا شوې.
  • په دې سیمه کې د څو پېړیو لپاره کیندنې بندې شوې، خو په ۱۹۴۹ کال یوځل بیا د ماکس مالوان (لرغونپوه او د لیکوالې آګاتا کریسټي مېړه) بیا کیندنه پیل کړه. هغه د ''نمرود او کنډوالې یې'' په نامه یو مهم کتاب هم ولیکه.
  • کیندونکو په سیمه کې خپلې کیندنې ډېرې کړې، چې په تېره اویایمه لسیزه کې دا کار ډېر شو.

ورته مطالب