استانبول کې تاجک مخالف مشر وژل شوی

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption ویل کېږي عمر علي کواتوف د ولسمشر رحمن له زوم سره له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۲ پورې نژدې افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د سونتوکو چمتو کولو کې ګډ کار کړی.

د ترکیې استانبول کې د تاجکستان حکومت یو مخالف سیاستوال ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژلی دی.

بي بي سي ته د تاجکستان حکومت سیاسي مخالفو سرچینو ویلي، عمر علي کواتوف ترکیه کې د تبعید شپې ورځې تېرولې، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یوه مرمۍ په سر ویشتل شوی دی.

د هغه ډله ۲۴ حرکت نومېږي، چې د امام علي رحمن په مشرۍ د حکومت سیاسي مخالفه ده، او له تېر اکتوبر راهیسې پر دغې ډلې بندیز لګول شوی.

وړاندې تاجکستان کواتوف په یوشمېر جرمونو تورن کړی و، او له ترکیې یې د هغه د شړلو غوښتنه کړې وه، خو ترکیې یې دا غوښتنه رد کړه.

ترکي رسنۍ وايي، ترکي چارواکو نوموړی په تېر دسمبر کې د جعلي وېزې په تور ونیو، خو لږ موده وروسته خوشی شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیس وايي، د پېښې ځای ته د دوی له رسېدا مخکې ښاغلي کواتوف ساه ورکړې وه

د نوموړي تر وژل کېدا دوه ورځې مخکې، د تاجکستان یوې محکمې د هغه د ډلې یو غړی په ۱۷ بند له دې کبله محکوم کړ، چې ګني واک ته د رسېدو هڅې یې کړې او ولسمشر ته یې سپکې سپورې ویلې دي.

د ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي، دوی ددغې وژنې په اړه څېړنې کوي.

رسنۍ وايي، وژل شوي سیاستوال له خپلې کورنۍ سره په کور کې ماښامنۍ خوړله، چې ډزې پرې وشوې.

پولیس وايي، د پېښې ځای ته د دوی له رسېدا مخکې ښاغلي کواتوف ساه ورکړې وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي کواتوف کورنۍ دغې وژنې سربداله کړې ده

ویل کېږي عمر علي کواتوف د ولسمشر رحمن له زوم سره له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۲ پورې نژدې افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د سونتوکو چمتو کولو کې ګډ کار کړی.

خو ویل کېږي چې دواړه پخپل کار کې پاتې راغلل، چې په لړ کې یې کواتوف سیاسي مخالفت ته اړ شو او بیا له هېواده وتلو ته اړایستل شو.

د ترکیې "دوګان" خبري رسنۍ وايي، کواتوف د شپې لس نیمې بجې د استانبول فاتح کلي کې ویشتل شوی.

سرچینه وايي، قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی.

۴۷ کلن کواتوف به تل د تاجکستان پر ولسمشر امام علي رحمن نیوکې کولې.

کواتوف پر ۶۲ کلن رحمن، چې وړاندې د پخواني شوروي اتحاد په یوه کرونده کې مدیر و، دا نیوکه هم کوله، چې ګني په ۱۹۹۲ کلونو کې یې فساد کړی دی.

تاجکستان کې د لویې څارنوالۍ ویاند ویلي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې شاید د کواتوف قاتل پکې معلوم شي، خو په اړه یې نورې څرګندونې ونه کړې.

د ترکیې "صباح" ورځپاڼې ویلي، کواتوف او کورنۍ یې د ماښامنۍ له خوړلو وروسته له یوه بل تاجک ملګري سره، چې وړاندې پولیسو نیولی و، تم شول.

دغه ورځپاڼه د کواتوف د نژدې کسانو له خولې لیکي، چې شاید کواتوف او کورنۍ ته یې له مرګ مخکې "زهر" ورکړل شوي وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۴۷ کلن کواتوف به تل د تاجکستان پر ولسمشر امام علي رحمن نیوکې کولې.

سرچینه وايي، ډېر امکان شته چې قاتل دې هم تاجک وي.

په تېر اکتوبر کې د تاجکستان سترې محکمې س ۲۴ حرکت یوه سخت دریځه ډله اعلان کړه او بندیز یې پرې ولګاوه.

د کواتوف په نیولو پسې تاجک پولیسو هم مډې بډوهلې وې، چې په وینا یې په اقتصادي او د تښتونې په جرمونو کې ښکېل دی.

کواتوف ترکیې ته له تګ مخکې په روسیه او اماراتو کې هم اوسېدلی.