دروغ څرنګه ستاسو روغتیا ته زیان رسوي؟!

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوهان وايي، دروغجن سړی د ګناه احساس کوي، چې له کبله یې انسان ته فشار او اندېښنه پیدا کېږي، ځکه چې د ناوړه عمل احساس کوي، همدا د انسان پر وقایوي سیستم ناوړه اغېز کوي.

هوښیاران متل کوي "ددروغو مزل لنډ دی"، خو اوس ثابته شوې ده، چې دروغ ویل روغتیا ته زیان رسوي، چې د پوهانو په وینا دروغ یوه لنډ پړي ته ورته دی، هرڅومه چې کشول کېږي، د سړي مرۍ زندۍ کوي.

دروغ یو ډول سلوکي ستونزه ده، چې پر وګړي، کورنۍ او بلاخره ټولنې منفي اغېز کوي، خو ډاکټران وایي، دروغ د انسان پر روغتیا منفي اغېز کوي، ان که چېرې په دروغو کې د انسان ظاهري ګټه هم وي.

د یوې څېړنې له مخکې، دروغ په هره ټولنه کې شته، چې په وینا یې هر امریکایی په اونۍ کې ۱۱ ځلې دروغ وايي، چې د ځینو کارپوهانو په وینا، دروغ ویل ډېر لاملونه لري، چې یو هم له تمه لرونکي انسان نه د هغه د غوسې نه ښکاره کولو په پلمه ویل کېږي.

بېلګه یې دا ده لکه زوی چې خپل پلار ته د کورنۍ دندې ترسره کولو کې دروغ ووايي، یا دا چې له یوه ناخوښ دریځ ته ځان تېر کړي، لکه یوه ښځه چې خپلې ملګرې ته دروغ ووايي چې بهر ته نه شي ورسره وتلی او د کور کارونه یې پاتې دي یا ناروغه ده.

د څېړونکو په اند، د حقیقت پټول ځینې وخت د روغتیا په لوی زیان تمامېږي، هغه څوک چې ډېر دروغ وايي، له لاندې روغتیايي ستونزو سره ډېر مخامخېږي:

  • اندېښنه
  • زړه نازړه والی
  • پرله پسې سردرد
  • د پزې بهېدل
  • نس ناستی
  • د ملا درد

پوهان وايي، دروغجن سړی د ګناه احساس کوي، چې له کبله یې انسان ته فشار او اندېښنه پیدا کېږي، ځکه چې د ناوړه عمل احساس کوي، همدا د انسان پر وقایوي سیستم ناوړه اغېز کوي.

Image caption دروغ یو ډول سلوکي ستونزه ده، چې پر وګړي، کورنۍ او بلاخره ټولنې منفي اغېز کوي، خو ډاکټران وایي، دروغ د انسان پر روغتیا منفي اغېز کوي، ان که چېرې په دروغو کې د انسان ظاهري ګټه هم وي.

په مقابل کې، حقیقت یا ریښتیا ویل د تېرو ستونزو له منځه وړلو لامل ګرځي، ځینې په دې اند دي، که د رښتیا ویلو پایله هرڅه وي، ویونکی یې د ځواکمنتیا او قوت احساس کوي.