د مالي پر نایټ کلب برید کې څلور کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د مالي ځواکونه له تېرو څو کلونو راهیسې د اسلامپالو پرضد جنګېږي

د مالي پلازمېنې باماکو ښار په یوه نایټ کلب برید لږترلږه څلور کسان وژلي دي.

په برید کې ګرنیټ هم کارول شوي او ډزې شوې دي.

مالي کې د بي بي سي خبریال وايي، په نایټ کلب کې یو فرانسوی وګړی ویشتل شوی او وژل شوی دی، دوه د مالي دي.

عیني شاهدان وايي، څلور کسان یې ولیدل، چې منډې یې وهلې او د "الله اکبر" نارې یې وهلې.

اټکل دی، چې څلور وژل شوی به د بلجیم وي، چې برید کوونکي په کوڅه کې د هغه ولاړ موټر ته ګرنیټ ورغورځولی دی.

یوه جګپوړي استخباراتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په برید کې دوه مشکوک کسان یې نیولي دي.

تر برید وروسته فرانسوي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

رپوټونه وايي، د مالي پلازمېنه کې دوه نورې پېښې هم شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په مالي کې د "طوارق" په نامه قبایلو ایتلاف هڅولی، د سولې هوکړه کړي او د هېواد په شمال کې ټیکاو راولي.

تېره اونۍ دوی الجزایر کې هوکړه وکړه، چې د مالي د حکومت او شپږو بېلتونپالو وسله والو ډلو ترمنځ موافقه پرې وشوه.

په هوکړه کې راغلي، چې شمالي سیمو ته باید پوره واک ورکړل شي، خو له هېواده بېلېدلی نه شي.

د مالي زیاتره شمالي سیمې له ۲۰۱۲ کال راهیسې له اسلامپالو وسله والو سره دي.

د مالي حکومت د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښاروالۍ او ولایتي ټاکنو د ځنډولو اعلان وکړ. په پام کې وه، چې دغه ټاکنې به راتلونکې میاشت کېږي، خو د هېواد په شمال کې اړدوړ ډېرېدل یې د ځنډولو لامل شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مالي زیاتره شمالي سیمې له ۲۰۱۲ کال راهیسې له اسلامپالو وسله والو سره دي.

که څه هم د مالي له شمالي ښارونو د فرانسوي ځواکونو په مشرۍ د پوځي عملیاتو په لړ کې سخت دریځي اسلامپالي ایستل شوي، خو لاهم هلته د مخالفانو او بېلتونپالو ډلو فعالیتونه لیدل کېږي.

په ۲۰۱۳ کې هلته د ټاکنو پرمهال د ملګرو ملتونو ۱۰ زره سوله ساتي ځواکونه ځای پرځای شوي وو.

د ځنډول شویو ټاکنو د ترسره کېدو دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې، خو د سیمه ییزو ادارو د وزارت ویاند الحسیني توري ویلي، ټاکنې به د راتلونکي اکتوبر پر ۲۵ ترسره کېږي.

د مالي حکومت د ټاکنو ځنډول له ځینو مخالفو ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته اعلان کړي.