"بوکو حرام" ډلې له البغدادي سره بیعت وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption شیکاو پخپل پیغام کې ویلي: "له خلیفه سره خپل بیعت اعلانوو"، چې څرګنده اشاره یې د "اسلامي دولت" مشر ابو بکر البغدادي دی.

د نایجریا اورپکې "بوکو حرام" ډلې د "اسلامي دولت" (داعش) له مشر ابو بکر البغدادي سره د خلیفه په توګه خپل بیعت اعلان کړی. د بوکو حرام ډلې مشر د بیعت غږیز پیغام پر خپلې یوې وېبپاڼې خپور کړی دی.

پر ټویټر د بوکو حرام ډلې لیکلي، مشر یې ابو بکر شیکاو له ابو بکر البغدادي سره خپل بیعت اعلان کړی.

که څه هم تر اوسه ددغه پیغام د ریښتینولۍ په اړه کومې رسمي سرچینې دا نه ده تایید کړې، خو پیغام پر هغه پاڼه خپور شوی، چې تر ډېره یې "بوکو حرام" کاروي.

شیکاو پخپل پیغام کې ویلي: "له خلیفه سره خپل بیعت اعلانوو"، چې څرګنده اشاره یې د "اسلامي دولت" مشر ابو بکر البغدادي دی.

دی وايي: "په سختۍ او اسانۍ کې د هغه خبره اورو او اطاعت یې کوو. د الله پاک او د هغه د پیغمبر د اوامرو له مخې موږ د مسلمانانو له خلیفه ابراهیم بن عواد بن ابراهیم الحسیني القریشي څخه خپل ملاتړ اعلانوو."

وړاندې په ځینو افریقايي او آسیايي هېوادونو کې هم ځینو سخت دریځو اورپکو ډلو له "اسلامي دولت" سره خپل بیعت اعلان کړی و.

په تېر نومبر کې، البغدادي په مصر کې د "انصار بیت المقدس" ډلې بیعت ومانه، چې وروسته ددغې ډلې نوم "سیناء ولایت" ته واوښت، خو لیبیا، الجزایر، یمن او سعودي عربستان کې هم ځینو ډلو خپل بیعت ورسره اعلان کړی دی.

په افغانستان او پاکستان کې هم یوې ډلې په تېره جنورۍ کې له "اسلامي دولت" سره خپل بیعت اعلان کړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ۲۰۱۴ کال اپریل کې "بوکو حرام" ډلې ۲۰۰ زده کوونکې نجونې وتښتولې.

"بوکو حرام" اورپکې ډلې له ۲۰۰۹ کال راهیسې وسله وال فعالیتونه پیل کړي، چې چې ظاهراً د نایجریا په شمالي برخو کې د "اسلامي نظام" راوستلو لپاره جنګېږي، خو وروسته یې بریدونه ګاونډیو هېوادونو ته هم وغځول.

وړاندې اټکل کېده، چې ګني دغه ډله له "القاعدې" شبکې سره تړاو لري.

د نایجریا په ګڼو برخو کې بریدونو او د "بوکو حرام" اورپکې ډلې ګواښونو انساني ناورینونه رامنځ ته کړي دي.

دغې ډلې په سلګونو بریدونو کې څو زره کسان وژلي دي.

د تېرې شنبې په ورځ، د نایجریا په شمال ختيځ میدوګوري ښار کې دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۵۰ کسان ووژل.

بریدونه د خلکو د ګڼې ګوڼې په دوو بازارونو او د موټرو تمځي کې وشول.

د انځور حقوق AFP
Image caption "بوکو حرام" ډلې د نایجریا په ګاونډیو هېوادونو کې هم بریدونه کړي.

که څه هم "بوکو حرام" ډلې ددغو بریدونو پړه ونه منله، خو وړاندې یې په میدوګوري کې ورته بریدونه کړي دي.

د بوکو حرام شالید

  • دغه ډله په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، چې لومړی یې د "لوېدیځ تعلیم" مخالفت پیل کړ
  • په هوسا ژبه کې د "بوکو حرام" معنا د "لوېدیځ تعلیم حرام" دی
  • دغې ډلې په ۲۰۰۹ کال خپل بریدونه وغځول، او د "اسلامي دولت" جوړولو په پلمه یې بریدونه ډېر کړل
  • د ۲۰۱۴ کال اپریل کې "بوکو حرام" ډلې ۲۰۰ زده کوونکې نجونې وتښتولې.
  • دغه ډله د نایجریا په شمال ختیځ کې پر ګڼو ښارونو واکمنه ده
  • "بوکو حرام" ډلې د نایجریا په ګاونډیو هېوادونو کې هم بریدونه کړي.

ورته مطالب