د مالیزیايي الوتکې د ۲۳۹ وژل شویو مسافرو تلین ولمانځل شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د یادې الوتکې ډېری مساپر چینیایان وو

مالیزیا کې پروسږ کال د بې درکه شوې الوتکې قربانیانو لومړی تلین ولمانځل شو.

د بې درکه شوې الوتکې د کارکوونکو په ګډون ۲۳۹ کسان په هاغه الوتکه کې چې د مالیزیا له پلازمېنې کوالالامپور نه د چین پلازمېنې بیجینګ ته پر لاره وه وژل شوي وو.

د یادې الوتکې ډېری مساپر چینیایان وو.

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق نن یکشنبه (۸ مارچ) ویلي، چې د دغې الوتکې د غورځېدو ځای ځایګی موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د هند سمندر کې د دغه MH ۳۷۰ شمېرې الوت نسکورېدو کره ځای لا هم نه دی معلوم شوی.

که څه هم اوس دا جووته شوې، چې دغه بویینګ ډوله الوتکه د هند سمندر په سویل کې نسکوره شوې او ټول مساپر یې وژل شوي دي، خو لا هم په دې اړه یو شمېر پوښتنې موجودې دي.

پوځي راډارونو کې ثبت شوي اطلاعات ښيي چې له راډارونو سره د الوتکې اړیکي له پرې کېدو وروسته ناڅاپه بې درکه شوې الوتکه د لویدیځ لور ته وګرځېده.

کارپوهان وايي، دا ډول ناڅاپه ګرځېدل ډېر کم پېښېږي او یوازې هغه وخت پیلوټان الوتکه دا ډول ناڅاپه ګرځوي، چې الوتکه له جدي ستونزې سره مخامخ وي او دوی هڅه کوي چې په وچه کې یې کښېنوي.

دغه ستونزه کولی شي اور لګېدنه وي، د الوتکې کابین کې د ننه د فشار لږوالی وي او یا هم د الوتکې په لار کې د بلې الوتکې را تګ وي، خو دا هم کېدای شي چې د پیلوټانو کابین ته بل کس ور دننه شي یو بل لامل یې همدا وي.

د دغې الوتکې په لټون کې بېلا بېلو هېوادونو برخه اخیستې وه او استرالیا تر اوسه ۶۰ زره متره ساحه کې د دغه لټون عملیاتو رهبري کوي. استرالیا او مالیزیا ۹۳ میلیونه ډالري بودیجه د لټون دغو عملیاتو ته ځانګړې کړې ده.

ورته مطالب