سلګونه زره انټرنیټ کاروونکي د فریک وایروس تر ګواښ لاندې

د انځور حقوق Getty
Image caption مایکروسافټ ویلي، د دې ستونزې د حل لپاره پر یوه سیکیورټي یا امنیتي اپډېټ کار کوي

د کمپیوټري پروګرامونو جوړوونکي مایکرو سافت شرکت د یوه داسې ویروس په اړه خبرداری ورکړی، چې له کبله یې برید کوونکي د انټرنېټ کاروونکو پټو او محفوظو اړیکو ته هم لاسرسی پیدا کولی شي.

د فریک Freak په نامه دغه ویروس په هغه سافټویر کې لیدل شوی، چې د ویب سرور او ویب کاروونکي ترمنځ لېږدېدونکي معلومات په پټه لیکي.

په لومړیو کې داسې ګمان کېده چې دا ستونزه یوازې په انډوریډ، بلک بېري تلیفونونو او د اپل سفاري وېب براوزر کاروونکو په سافټویرونو کې پیدا کېږي.

ماییکروسافټ خبرداری ورکړی چې د لکونو کسانو معلومات (ډیټا) د ضایع کېدو خطر شته.

د فریک په نامه دغه ویروس د اینکرپشن او امنیتي ځانګې ماهر کارتیکیان بهرګوان کشف کړ.

برید کوونکي له دې لارې کمزوري سایټونه او کمزوري اینکرپشن یعنې د معلوماتو یا ډیټا اینکوډنګ طریقې کاروونکي چې ترمنځ یې نا اړینو معلوماتو د لېږد کار کوي او له دې لارې ځان ته داسې ځای پیدا کوي چې له کبله یې اساسي معلوماتو په غلا باندې هم بریالي کېږي.

ددغه ویروس پروړاندې د مسؤولو کسانو په وینا د بهترینو یو لک سایټونو ۹،۵ سلنه برخه یې اغیزمنه شوې.

دغو مسولو کسانو یوه انلایني وسیله جوړه کړې چې په مټ یې کاروونکي دا معلومولی شي چې ایا دوی خو به هغه بروزر نه کاروي چې د دغې ستونزې ښکار شوی.

تمه کېږي، چې اپل به را تلونکې اونۍ دغه ستونزه حل کړي په داسې حال کې چې ګوګل د مک لپاره خپل کروم براوزر ورژن اپډیټ کړی، خو دا څرګنده نه ده چې د اینډوریډ لپاره یې هم کړی که نه.

مایکروسافټ ویلي، د دې ستونزې د حل لپاره پر یوه سیکیورټي یا امنیتي اپډېټ کار کوي.

ورته مطالب