ځوانانو کې د شکرې ناروغۍ په اړه اندېښنې

د انځور حقوق bbc
Image caption د هغو ځوانانو شمېر چې د شکرې په ناروغۍ اخته کېږي په زياتېدو دی او دا کېدای شي د اوږد مهاله ناروغيو سبب شي

راپورونه ښيي په ځوانانو کې د لومړی ډول شکرې ناروغي کولای شي د اوږد مهاله ناروغيو لامل وګرځي او د روغتيا لپاره به يوه لويه اندېښنه وي.

له انګلستان او وېلز څخه راغلي راپورونه ښيي د هغو کسانو شمېر چې له ۲۵ کلونو کم عمر لري او د شکرې په ناروغۍ اخته دي ۱۰۰۰ تنو ته رسېږي.

د پخوا په نسبت تېر کال ځوانانو کې د شکرې ناروغۍ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د شکرې ناروغۍ لومړی ډول زياتره په ماشومتوب کې رامنځ ته کېږي. د انسان دفاعي سيستم په سږو کې حجرې له منځ وړي او ناروغ نه شي کولای په بدن کې د خوږو اندازه کنټرول کړي.

د شکرې ناروغۍ (دوهم) ډول د خراب ژوند او روغتيا ته د نه پاملرنې له کبله رامنځ ته کېږي. د پخوا په نسبت په نړۍ کې ډېری خلک د زيات وزن له ناروغيو کړېږي.

څېړنې ښيي چې له ۲۷ سلنه زيات ځوانان د وينې لوړ فشار په ناروغۍ اخته دي، چې له کبله يې د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو چانس زياتېږي.

ويل کېږي ۱۴ سلنه ځوانانو کې د سترګو ناروغيو نښې ښکارېږي چې کېدای شي په راتلونکو کلونو کې يې د سترګو ليد کم او ړانده شي. همدارنګه ۷ سلنه ځوانان د پښتورګو ناروغيو په اخته کېدو چانس لري.

د هغو ځوانانو شمېر چې ډېر وزن لري په زياتېدو دی اوس مهال ۲۵سلنه ځوانان له اندازې زيات وزن لرلو له کبله کړېږي.

د بريتانيا د شکرې ناروغۍ مشره باربرا ينګ وايي ډېری داسې ځوانان مخکې له دې چې اتلس کلنۍ ته ورسېږي د سترګو او پښتورګو په ناروغيو اخته کېږي او دا يوه تراژېدي ده او موږ د دې ناروغانو د راتلونکي په اړه اندېښمن يوو.