اپل تر "ټولو نری" MacBook کمپیوټر جوړ کړی

د انځور حقوق Apple
Image caption دغه نوی "مک بوک" درې ډوله رنګونه لري، طلايي، خړ او سپین بخن، خو هارډ ډیسک یې له ۲۵۶ جي بي پیلېږي.

اپل شرکت یو نوی MacBook کمپیوټر جوړ کړی، چې وايي تر پخوانیو هغو ډېر نری دی، او چارج هم تر پخونیو ۳۰ سلنه ډېر ساتي.

د اپل مرستیال مشر فیل شیلر وویل، دغه نوی "مک بوک" کمپیوټر ۱۲ انچه ریټين سکرین لري، چې ریزولوشن یې 1440×2304 پیکسله دی.

نوموړي وویل، د نوي "مک بوک" پیړوالی صفر اعشاریه ۸۸ میلي متره دی، چې د اپل ګرځنده تیلیفون تر ټولو ډېر نری ډول یې دی.

دی وايي، دغه کمپیوټر د پخوانیو هغو په پرتله ۳۰ سلنه کمه برېښنا مصرفوي.

شیلر وايي، نوی "مک بوک" ډېر سپک هم دی، چې ایله ۲ پاوه (۹۰۷،۹ ګرامه) او پیړوالی یې ۱۳،۱ ملي متره دی، چې د "مک بوک ایر" په پرتله ۲۴ سلنه نری دی.

اپل وايي، ددغه نوي "مک بوک" لپاره یې د پخواني سیستم Scissor mechanism خلاف یوه ځانګړې لیکدړه (کیبورډ) butterfly mechanism جوړ کړی دی.

شیلر دا هم وايي، نوی کیبورډ هم د پخواني په پرتله ۴۰ سلنه نری دی، چې شاته یې LED ورکړي او رڼاګانې لري.

په دغه کمپیوټر کې ټرکپډ هم لګول شوی، چې په ډېر فشار سره ژر نه خرابېږي.

شیلر وايي، په نوي "مک بوک" کې د سړولو لپاره پکه نه شته، ځکه چې د انټل د نسل کور ایمCore M سیستم پکې لګول شوی، چې په ۱،۳ ګېګا هارټز سره سرعت لري، چې آن تر ۲،۹ ګېګا هرټز ته رسېږي.

د نوي "مک بوک" بیټرۍ له بې سیم انټرنېټ سره ۹ تر ۱۰ ساعتونو پورې کار کوي، هغه هم چې فلمونه پکې وکتل شي او یا له آیټونز نه هم ګټه واخیستله شي.

د انځور حقوق
Image caption په دغه کمپیوټر کې ټرکپډ هم لګول شوی، چې په ډېر فشار سره ژر نه خرابېږي.

په نوي "مک بوک" کې د USB-C ډوله یو پورټ هم ورضافه شوی، چې هر راز یو ایس بي، HDMI او VGA او یا Display Port کیبلونه پکې کار کوي.

دغه نوی "مک بوک" درې ډوله رنګونه لري، طلايي، خړ او سپین بخن، خو هارډ ډیسک یې له ۲۵۶ جي بي پیلېږي.

په پام کې ده، چې د راتلونکي اپریل له لسمې په بازارونو کې په ۱۲۹۹ ډالر خرڅلاو ته وړاندې شي.

ورته مطالب