د هدیرو لپاره د ځای د کمښت ستونزه

د انځور حقوق
Image caption بریتانیا کې د ویکتوریا د زمانې په هدیرو کې نور ځای په ختمېدو دی

هرڅوک بالاخره مري، له مرګه تېښته نشته. دا چې پس له مرګه به موږ ته څه پېښیږي بېله موضوع ده، خو اوس د نړۍ په ډېرو برخو کې یوه لویه ستونزه دا ده چې له مړو سره څه وکړي؟ د هدیرو لپاره ځایونه کم دي.

د بې بي سي د ټولنیزوچارو خبریال جان مک مانوس دې مسلې ته کتنه کړې او وايي چې ددې لپاره د راز راز حل لارو وړاندیزونه شوي.

د اتلسمې او نولسمې پېرۍ د صنعتي انقلابونو په پایله کې د بریتانیا خلک د وړو کلیو نه ښارونو ته رامات شول. په داسې حال کې چې ښارونه لوېدل، یوه لویه ستونزه هم ورسره راپیدا شوه او هغه دا چې مړي چېرته ښخ کړي.

پخوا دا کومه ستونزه نه وه. زیاتره خلک په کلیوالو سیمو کې اوسېدل، او خپل مړي به يې د خپلې سیمې د کلیسا په انګړ کې خاورو ته سپارل.

خو د نفوس په زیاتېدو سره، د ملکې ویکتوریا د وخت بریتانوي چارواکو تصمیم ونیوه چې لويې هدیرې جوړې کړي، چې معمولاً به د ښارونو په شاوخواکې وې، او خلکو به په عزت سره خپل مړي پکې خاورو ته سپارل.

دې حل لارې د یوې مودې لپاره ښه نتیجه ورکړه. خو له هغې راهیسې ډیر وخت تېر شوی او اوس هغه هدیرې اکثراً ډکې شوې دي، او د نفوس په بیا ډېرېدو سره زړې ستونې بیا سر راپورته کړی.

ټیم موریس، د هدیرو د چارو یو چارواکی وايي سره له دې چې ډېر خلک اوس خپل مړي سوځوي، په هدیرو کې د ځای د کموالي ستونزه په سختېدو ده.

هغه وايي: “د لندن په دوو ناحیو، ټاورهملیټ او هکني کې نور ښاروالۍ مړو د ښخولو لپاره خلکو سره مرسته نشي کولای. ددغو ناحیو خلک مجبوره دي د نورو ګاونډیو ناحیو چارواکو ته مراجعه وکړي.”

ښاغلی موریس وايی لومړی دا ستونزه د بریتانیا په ښارونو کې راپیدا شوه او اوس په کلیوالو سیمو کې هم احساسیږي.

د زړو هدیرو بیا کارول

په ۲۰۱۳ کې یوې سروې ومونده چې کېدای شي په راتلونکو۲۰ کلونو کې نور د انګلستان په تقریباً ۵۰٪ هدیرو کې د مړو د ښخولو ځایونه خلاص شي.

د حل یوه لاره به دا وي چې له زړو هدیرو نه بیا کار واخیستل شي، داسې چې د زړو مړو پاتې شونې له قبر نه راوباسي او په هماغه پخواني ځای کې یې ژورې ښخې کړي چې پر سر يې د نوي مړي لپاره ځای پیدا شي.

د مړو د ښخولو لپاره د ځای د کموالي ستونزه د نړۍ په ډیرو سیمو کې عمومیت لري او چارواکي ورسره مخامخ دي.

په ځینو هیوادو لکه جرمني کې له څو کلونو وروسته د زړو قبرونو څخه بیا د نویو لپاره کار اخلي.

د انځور حقوق
Image caption د ایټالیا د وینیس ښار د سان میشیل په ټاپو کې یوه هدیره

په اسپانیا او یونان کې خلک کولای شي د ځمکې پرسر د تاخچې په شان جوړ شوي ځایونه په کرایه واخلي، هلته خپل مړي د څو کلونو لپاره ساتي او کله چې جسد خاورې شي بیا يې په یو ډله ییز قبر کې ښخوي. له تاخچې څخه بیا نور خلک کار اخلي.

د وینیس دسان میشیل ټاپو په هدیرې کې هم قبرونه څوځلې کارول کیږي، هرکله چې جسدونه خاورې شي، له هغه ځایه یې لیرې کوي او بل ډله ییز ځای ته یې وړي.

د اسراییلو حکومت په نظر کې لري چې تر ځمکې لاندې څو پوړیزه تونلونو کې د مړو لپاره قبر ځایونه جوړ کړي، خو ځینو دودپالو یهودانو ورسره مخالفت کړی.

د نړۍ په ګڼ نفوسه ځایونو کې خلک مړي سوځوي خو سره له دې د ایرو د ښخولو لپاره یې هم ځای پکار دی، چې دا هم یوه ستونزه ده.

په هانکانګ کې په زرګونو کورنۍ اړ کیږي چې د مړو ایرې په کڅوړو کې په ټاکلو ځایونو کې وساتي، چې په عمومي یا شخصي هدیرو کې ورته ځای پیدا شي.

په سنګاپور کې، یو خصوصي شرکت د مړو د ایرو ډک پنځوس زره لوښي ساتي، چې د اړتیا په وخت کې یې د الکترونیکي کارتونو په مرسته له زیرمه تون راباسي.

د نړۍ په دویم پرنفوسه هیواد، هندوستان، کې اکثریت هندوان د مړو د سوځولو نه وروسته د هغوی ایرې په هوا یا سیند کې شیندي. خو د هندوستان مسلمانان او عیسویان د هدیرو لپاره د مناسبو ځمکو موندلو ستونزه لري.

ټیم موریس وايي ځینې نور خلک بیا د راز راز تکنالوژیو په مرسته ددې ستونزې د حل لارې لټوي:

“یوه طریقه دا ده چې د مړي جسد په یو القلي محلول کې اچوي، چې په ایرو او مایع بدلیږي”.

“په انګلستان کې اوس دا طریقه غیر قانوني ده- خو سکاټلینډ ورباندې فکر کوي”

د امریکا د مینیسوټا په ایالت کې ددغې طریقې نه کار اخیستل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو هندو هلک ځان چمتو کوي چې د خپل پلار ایرې د ګنګا په سیند کې وشیندي

د مړو طبیعي ښخول، چې جسد په یو تابوت کې ږدي او په هدیرې کې يې خاورو ته سپاري، ډیر پلویان لري- خو دا طریقه ډیر لګښت لري او د ځای د کموالي ستونزه نه حلوي.

په لندن کې یوه وروستۍ تجربه ښيي کله چې چارواکي کومه بله چاره پیدا نکړي نو په بیساري کار لاس پورې کوي.

په شپاړسمې پېړۍ کې د یوې وبا له امله د زرګونو مړو شویو کسانو جسدونه راباسې او د لندن نه بهر یوې ځمکې کې يې ښخوي.

په شپاړسمې پېړۍ کې د تورمرګ په نامه د یوې وبا د پرلپسې څپو له امله په زرګونو خلک مړه شوي و، د نورماله ښخولو امکان نه و اوجسدونه یې ژر ژر په ډله ییزه توګه کندوکې غورځول، د هېچا لپاره نه مراسم و اونه د قبر نښه.

د هغه وخت وبا اوس د چا لپاره کوم خطر نه دی- خو د هدیرو لپاره د ځای کموالي چارواکي د نویو لارو چارو لټولو ته اړ کړي دي.