"داعش" عمان کې د ښاروالۍ کارکوونکو جامې بدلې کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ښار پاکوونکو د جامو بدلولو پرېکړه د وژل شوي اردني پیلوټ معاذ الکساسبه د کورنۍ په غوښتنې شوې

اردني چارواکو هوډ کړی، چې د ښار پاکولو د کارکوونکو جامې، چې د "اسلامي دولت" د بندیانو جامو ته ورته نارنجي رنګ یې و، په فیروزه يي رنګ بدلې کړي.

د عمان چارواکو ویلي، سر د مارچ له ۲۰ به د پلازمېنې د څه باندې ۶ زره ښار پاکوونکو د جامو رنګ له نارنجي نه فیروزه يي ته واړوي.

باور کېږي، چې "اسلامي دولت" د خپلو بندیانو د جامو لپاره دا رنګ د امریکا تر کنټرول لاندې ګوانتانامو زندانیانو د جامو له رنګه اخیستی دی.

"اسلامي دولت" په دغو نارنجي جامو کې اردنی پیلوټ معاذ الکساسبه هم وښود، چې بیا وروسته یې ژوندی وسېځه.

د عمان د سیمه ییزې شورا ویاند مازن الفراجین وايي، دغه پرېکړه د الکساسبه د کورنۍ او د ښاریانو په غوښتنې ترسره شوې ده.

د ښار پاکوونکو د جامو لپاره فیروزه يي رنګ د ښار د سیمه ییزې شورا په خوښه ټاکل شوی دی.

د وژل شوي پیلوټ وررو جواد الکساسبه ویلي، د ده کورنۍ او په اردن کې په عام ډول خلکو ددغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

جواد چې د کارګرو د جامو بدلولو د ملاتړ لپاره د خواله په رسنیو کې هم ډېر فعالیت کوي، وايي "دا کار ځکه کوم، چې ټولو ته د "اسلامي دولت" کړنې ور په زړه کړم".

"اسلامي دولت" سخت دریځه ډله چې د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده، خپل بندیان تر وژلو وړاندې په وېډیوګانو کې په نارنجي جامو کې ښيي.

دغې ډلې تر اوسه لوېدیځ مرستندویان او خبریالان، او په لیبیا کې مصري مسیحي قبطي کارکوونکي تر وژلو مخکې په وېډیوګانو کې په نارنجي جامو کې ښودلي دي.

اردن د امریکا په مشرۍ د څه باندې ۶۰ هېوادونو په هغه ایتلاف کې غړیتوب لري، چې د "اسلامي دولت" پرضد بریدونه کوي.

د اردن شاهي هوايي جنګي ځواک هم په سوریه کې د دغه ایتلاف په چوکاټ کې د "اسلامي دولت" پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

ورته مطالب