سپینه ماڼۍ کې د نوي کال په پلمه مېله جوړه شوه

د انځور حقوق AP
Image caption آغلې اوباما نوی لمریز کال د نېکمرغۍ کال وباله.

د امریکا سپینه ماڼۍ کې د نوي کال په پلمه د میشل اوباما په کوربه توب مېله جوړه شوې ده.

په دې مېله کې کسب ګرو، د ښوونځیو ځینو مدیرانو او هنرمندانو ګډون درلود.

د چارشنبې په ورځ په دې مېله کې آغلې اوباما حاضرو خلکو ته د نوي کال مبارکي وویله او له اوو (سینونو) د جوړې شوې مېوې په اړه یې توضیحات ورکړل.

هغې وویل: "سپینه ماڼۍ د هغو کلتورونو او دودونو کور دی، چې زموږ هېواد ترې جوړ شوی. نوي کال (نوروز) هم له دغو دودونو یو دی".

د امریکا لومړۍ مېرمن وویل: "له څه باندې درو زرو کلونو راهیسې په منځني ختیځ، آسیا او د نړۍ په ګڼو نورو برخو کې چې امریکا هم پکې راځي، نوی کال د پسرلي د پیلامې په پلمه لمانځل کېږي".

آغلې اوباما نوی لمریز کال د نېکمرغۍ کال وباله.

هغې وویل، سپینه ماڼۍ له اوو سینونو جوړه شوې مېوه چمتو کړې ده.

سپینې ماڼۍ حاضرو مېلمنو ته دودیز خواړه چمتو کړي وو چې ترڅنګ یې د ورېښمو د لارې په نامه یوې ډلې نڅا هم وکړه.

(د آغلې اوباما وینا د سپینې ماڼۍ پر یوټیوب پاڼه دلته کتلی شئ)

د انځور حقوق AP
Image caption د ورېښمو لارې نڅاګره ډله
د انځور حقوق Getty
Image caption یوه نڅاګره له اوو سینونو جوړې شوې مېوې سره