"اسلامي دولت" له بوکو حرام افریقا کې د "خلافت" پراخول غوښتي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نایجریا بوکو حرام اورپکې ډلې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د نایجریا په شمال کې د "اسلامي دولت" جوړولو په پلمه بریدونه پیل کړي

"اسلامي دولت" ډلې په عراق او سوریه کې له هغو جنګیالیو چې په نورو ډلو کې جنګېږي، غوښتي چې د نایجریا د بوکو حرام سخت دریځې ډلې په لیکو کې وجنګېږي، چې په وینا یې د "اسلامي خلافت" د واکمنۍ قلمرو کې افریقا هم شامله شي.

څو ورځې وړاندې د بوکو حرام ډلې مشر ابو بکر شیکاو په یوه وېډیويي پیغام کې د "اسلامي دولت" له مشر ابو بکر البغدادي سره د خپلې ډلې بیعت اعلان کړی و.

د "اسلامي دولت" ډلې یوه ښاخ "الفرقان" بنسټ د ابو بکر البغدادي یو پیغام خپور کړی، چې د ابو بکر شیکاو بیعت یې پکې منلی دی.

په دې پیغام کې د ابو محمد العدناني په نامه، چې ځان د ابو بکر البغدادي ویاند معرفي کوي، د ابو بکر شیکاو د بیعت هرکلی کړ، چې په وینا یې د بوکو حرام بیعت "د اسلام او جګړې ځمکې ته د هجرت لپاره نوې لاره پرانیسته".

العدناني ویلي، اوس د اسلامي خلافت جرړې لوېدیځې افریقا ته هم رسېدلې دي.

د نایجریا بوکو حرام اورپکې ډلې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د نایجریا په شمال کې د "اسلامي دولت" جوړولو په پلمه بریدونه پیل کړي دي.

د بوکو حرام تر بیعت مخکې هم په ځینو افریقايي او اسیايي هېوادونو کې له "اسلامي دولت" سره خپله بیعتونه اعلان کړي وو.

په تېر نومبر کې البغدادي په مصر کې د "انصار بیت المقدس" ډلې بیعت هم ومانه، چې دغې ډلې بیا خپل نوم "سیناء ولایت" ته واړاوه، او ځینو نورو ډلو هم لیبیا، الجزایر، یمن او سعودي عربستان کې له "اسلامي دولت" سره بیعت اعلان کړ.

په تېرې جنورۍ کې هم افغانستان او پاکستان کې یوې ډلې له "اسلامي دولت" سره بیعت اعلان کړی و، چې خپل نوم یې "خراسان ولایت" ته اړولی و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بوکو حرام په تېره یکشنبې د اسلامي دولت له مشر ابو بکر البغدادي (کیڼ لاس ته) سره بیعت وکړ.

له تېر اګست میاشتې راهیسې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پر اهدافو بریدونه کوي.

خو دغه ډله لاهم په عراق او سوریه کې پر پراخو سیمو واکمنه ده.

ورته مطالب