مصر نوې اداري پلازمېنه جوړوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption اټکل شوې چې د دغه نوي ښار په پرانیستلو سره به د مصر پارلمان، وزارتونه او سفارتونه له قاهرې نه بهر دغه ښار ته ولېږدولی شي

مصري چارواکو قاهرې ته نژدې د یوې نوې اداري پلازمېنې د جوړیدو په اړه خبر ورکړی.

مصري چارواکي وايي، نوې پلازمېنه به د قاهرې او سره سمندر ترمنځ اباده شي او نژدې ۵ میلیونه وګړي به په کې ځای پر ځای شي.

د هغې نوې ویبپاڼې پر بنسټ چې د مصر دولت لخوا رامنځ ته شوې د دغه ښار په اړه چې ټول جزییات په کې شتون لري د دغه ښار په طرحه کې له یو میلیونه د ډېرو د اوسېدو ځایونه په پام کې نیول شوي او یو میلیون ۷۵۰ زره کسانو ته په کې د کار فرصت برابریدلی شي.

اټکل شوې چې د دغه نوي ښار په پرانیستلو سره به د مصر پارلمان، وزارتونه او سفارتونه له قاهرې نه بهر دغه ښار ته ولېږدولی شي.

دمګړۍ نژدې ۱۸ میلیونه کسان په قاهره کې ژوند کوي.

نوی ښار به ۷۰۰ کیلومتره مربع مساحت ولري چې نژدې د سنګاپور ښار تر کچې به وي.

د دغه ښار د ودانولو لپاره د خصوصي ځانګې او د اماراتو یو سوداګر محمد العبار تر پام لاندې پانګونه کېږي. ښاغلي العبار د نړي لوړو ودانیو څخه په دوبۍ کې خلیفه برج ودان کړی.

ورته مطالب