توپان ځپلي وناتو ته لومړنۍ مرستې ورسېدې

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغه کوچني هېواد کې چې ټول وګړي یې ۲۶۷ زره دي او ۶۵ تاپوګان لري، بېړنی حالت اعلان شوی دی.

وناتو ته لومړنۍ مرستې وروسته له هغه رسېدلې چې دغه هېواد د پم په نامه توپان سخت وځاپه.

له استرالیا او نیوزیلنډه د هوايي ځواک په الوتکو کې مرستې رسېدلې دي او نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنه کړې ده.

له هوا اخیستل شوي د وناتو پلازمېنې پورټ وېلا انځورونه ښيي چې ډېری کورونه په بشپړ ډول نړېدلې دي.

د اطلاعاتو او اړیکو پرې کېدا په دې معنا ده چې له پلازمېنې بهر سیمو کې د حالت په اړه کره مالومات نه شته خو یوه پیلوټ په نورو ټاپوګانو کې هم ورته ویجاړی لیدلی دی.

د وناتو ولسمشر لونسډېل بي بي سي ته په ژړغوني غږ کې وویل چې د پم په نامه توپان د ښوونځیو او کلینکونو په ګډون د پورټ وېلا ډېری ودانۍ ویجاړې کړې دي.

په دغه کوچني هېواد کې چې ټول وګړي یې ۲۶۷ زره دي او ۶۵ تاپوګان لري، بېړنی حالت اعلان شوی دی.

تر اوسه د لږترلږه اته کسانو مړینه تاید شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption له هوا اخیستل شوي د وناتو پلازمېنې پورټ وېلا انځورونه ښيي چې ډېری کورونه په بشپړ ډول نړېدلې دي.

خو په داسې حال کې چې ژغورونکي د دغه بې وزلي هېواد لرې پرتو ټاپوګان ته د رسېدو هڅه کوي، وېره ده چې د مړو شمېر ښايي په چټکۍ لوړ شي.

د پنځمې کټګورۍ توپان چې ساعت کې یې د ۳۰۰ کیلومتر سرعت باد درلود، د شنبې پر ورځ وناتو ته مخه کړه.

دغه توپان اوس د نیوزیلنډ پر لور روان دی او که څه هم ځواک یې کم شوی خو د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د سختې هوا او حالاتو خبرداری ورکړل شوی دی.

د ناورین د مخنیوي د ملي ادارې یوه چارواکي پاولو ملاتو د ای پي خبري اژانس ته وویل:

توپان د پورټ وېلا هوايي ډګر ته هم زیان رسولی او تر دوشنبې ورځې کورنۍ الوتنې په کې درول شوې وې خو د مرستو الوتکو وکولی شوای چې د یکشنې پر ورځ په هوايي ډګر کې ناسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه چارواکي پلان لرې چې د دوشنبې پر ورځ د هوا له لارې لرې پرتو ټاپوګانو ته هم لاسرسی ومومي او هلته د شوې ویجاړۍ ارزونه وکړي.

بریتانیا، ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې هم د مرستو ژمنه کړې ده.

ورته مطالب