کېري: د سوریې کړکېچ په تړاو باید له اسد سره خبرې وکړو

د انځور حقوق AP
Image caption مصر کې د یوې مرکې په ترڅ کې ښاغلي کېري وویل امریکا هڅه کوي د مسلې سیاسي حل لاره پیدا کړي او جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي چې هېواد یې باید د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره په "پای کې خبرو ته غاړه کېږدي".

د سوریې د کورنۍ جګړې د څلورمې کلیزې پر مهال ښاغلي کېري وویل دغه کړکېچ "یو تر ټولو ناوړه غمیزه ده".

نوموړي زیاته کړه امریکا پر ولسمشر اسد د خبرو اترو فشار زیات کړی، وروسته له هغه چې د خبرو دوه مخکیني پړاوونه بې پایلې وختل.

اټکل دی چې په کړکېچ کې څه دپاسه ۲۱۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

مصر کې د یوې مرکې په ترڅ کې ښاغلي کېري وویل امریکا هڅه کوي د مسلې سیاسي حل لاره پیدا کړي او جګړه پای ته ورسوي.

د سي بي ایس خبري اژانس سره په مرکه کې هغه وویل امریکا په سوریه کې له منځلارو مخالفو سیاستوالو سره کار کوي او تر څنګ یې ښکېلې غاړې ډیپلوماتیکې لارې ته هڅوي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ په دې غمیزه کې ښکېلو بېلا بېلو لوبغاړو سره خبرې کړې دي".

سپینې ماڼۍ له دې مخکې ټینګار کړی و چې ښاغلی اسد باید د یوې سیاسي موافقې له مخې له واکه لاس په سر شي خو د ښاغلي کېري خبرو دا څرګنده نه کړه چې امریکا له خپل دی دریځه په شا شوې که نه.

شننه: جانتن مارکس، د بي بي سي دیپلوماتیک خبریال

د ښاغلي کېري وروستۍ خبرې ښکاره اشاره ده چې واشنګټن په سوریه کې ځمکني حقایقو ته غاړه ايښې او دا چې د سوریې په اړه یې اوسنۍ تګلاره بې پایلې ده.

هغه مکررې څرګندونې چې ولسمشر اسد "د ستونزې برخه ده او باید له واکه لرې شي" په خپل ځای سمې دي خو واضحه ده چې د هغه د پرځېدو هېڅ نښې نښانې نه ښکاري.

په حقیقت کې په سوریه کې د یو نوي لوبغاړي – د اسلامي دولت په نامه ډله – له راپورته کېدو وروسته ډېری کارپوهان په دې باور دي که ښاغلی اسد له واکه لرې شو نو اصلي ګټه به یې د اسلامي دولت اورپکې ډلې ته ورسېږي. سوریه ښايي د لا ژور ناورین او وینې بهېدنې په لور ولاړه شي.

ورته مطالب