چين د وسلو درېيم لوی صاردوونکی هېواد شو

د انځور حقوق bbc
Image caption په تېرو پنځو کلونو کې د چين د وسلو صادرول ۱۴۳ سلنه لوړ شوي دي.

نوي راپورونه ښيي چين له امريکا او روسيې وروسته د وسلو لوی صادرونکی هېواد نومول شوی دی.

د سټاکهلوم د سولې نړيوالو څېړنو ادارې (Stockholm International Peace Research Institute ) په وينا د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ چين د وسلو په صادرولو کې له جرمني، فرانسې او بريتانيا مخکې شوی دی.

چين چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی اوس مهال د نړۍ ۵ سلنه وسلې صادروي. دری اسيايي هېوادونه پاکستان، بنګله دېش او برما له چين خپلې نيمايي زياتې وسلې پېري. همدارنګه ۱۸ افريقايي هېوادونه هم له چين وسلې اخلي.

د وسلو لس لوی صادروونکي هېوادونه
هېواد د وسلو صادرول ٪
امريکا ۳۱ ٪
روسيه ۲۷ ٪
چين ۵ ٪
جرمني ۵ ٪
فرانسه ۵ ٪
بريتانيا ۴ ٪
هسپانيا ۳ ٪
ايټاليا ۳ ٪
اوکراين ۳ ٪
اسراييل ۲ ٪

په تېرو پنځو کلونو کې د چين د وسلو صاردول ۱۴۳ سلنه لوړ شوي دي، خو بل خوا د جرمني د وسلو صادرول ۴۳ سلنه او د فرانسې ۲۷ سلنه کم شوي دي.

لکه څنګه چې د چين د وسلو په صادرلو کې زياتوالی راغلی خو د امريکا او روسيې په پرتله اوس هم ډېر کم دی.

ويل کېږي سعودي عربستان په نړۍ کې تر ټولو زياتې وسله پېري. دوی به په روان کال کې نژدې د ۱۰ میليارده ډالرو وسلې وپيري. دوی زياتې وسله له امريکا او بريتانيا اخلي.