یو میلیون برازیلیان د ولسمشرې دیلما روزیف ضد لاریون کې

د انځور حقوق AP
Image caption لاریونیان د پلازمېنې په ګډون د برازیل په ۲۲ ولایتونو کې راوتلي دي.

لاریونیانو ویلي، ولسمشره باید د تېلو دولتي پیټروبراس شرکت پر فساد خبره وای.

سیاسي مخالفان وايي، زیاتره بډې پر هغه مهال پورې تړلې دي، چې روزیف ددغه شرکت مشره وه.

خو روزیف فساد کې خپله ښکېلتیا ردوي.

د برازیل اوسني زیاتره سیاستوال د واکمن ایتلاف د بډو په قضیو کې ښکېل ګڼل شوي دي.

لاریونیان د پلازمېنې په ګډون د برازیل په ۲۲ ولایتونو کې راوتلي دي.

تر ټولو لویه مظاهره په ساو پاولو ښار کې وه، چې تر ۵۰۰ زرو ډېرو کسانو ګډون پکې کړی و.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق EPA

تر لاریون وروسته، حکومت د فساد پرضد د ټینګو ګامونو اخیستو ژمنه کړې ده، چې وايي په فساد ککړو کسانو ته به سزا ورکوي.

'د کودتا هڅه'

دغه مظاهرې دوه ورځې وروسته تر هغه وشوې،چې د ولسمشرې لسګونه زره پلویان د برازیل واټونو ته د هغې د تایید په موخه راوتلي وو.

د روزیف ملاتړي وايي، دا چې د روزیف د ولسمشرې کېدو ایله پنځه میاشتې تېرې شوې، د هغې د محاسبه کولو غوښتنه په اصل کې د ''کودتا هڅه'' ګڼل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تر لاریون وروسته، حکومت د فساد پرضد د ټینګو ګامونو اخیستو ژمنه کړې ده، چې وايي په فساد ککړو کسانو ته به سزا ورکوي.

ساو پاولو کې د بي بي سي خبریال ګیري دافي وايي، مخالفو ګوندونو د یکشنبې ورځې اعتراضونو ملاتړ کړی، خو ظاهراً یې له ولسمشرې د فساد قضیه کې توضیحات غوښتي دي.

سناتور آسیو ناووس چې د تېر اکتوبر ولسمشریزو ټاکنو کې له دیلما روزیف په کم توپیر پاتې راغلی، پخپله یوه اعلامیه کې لاریونیان ستایلي دي.

هغه ویلي ''برازیلیان واټونو ته راوتلي، چې خپل ارزښتونه وساتي او یوموټی شي''.

ورته مطالب