لندن کې پارلمان ته مخامخ د ګاندي مجسمه

د انځور حقوق Getty

د مارچ پر ۱۴/کب ۲۳ د انګلستان پلازمېنه لندن ښار کې د پارلمان ودانۍ ته مخامخ د هند خپلواکۍ د مشر مهاتما ګاندي له مجسمې پرده پورته شوه.

نوموړی په ۱۹۱۵ کال له سوېلي افریقا هند ته ستون شوی و، چې هېواد کې یې د نګریزیانو د واکمنۍ ختمولو پروړاندې د نه تاوتریخوالي مفکوره لرله.

په ویسټمنیسټر کې د ګاندي دغه مجسمه د نورو تاریخي شخصیتونو له مجسمو سره یوځای درول شوې ده.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د ګاندي مجسمه په نړۍ کې د یوه لوی سیاستوال مجسمه ګڼلې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption د یادې مجسمې لوړوالی دوه متره او اویا سانتي متره دی

دا مجسمه د بریتانوي مجسمه جوړوونکي او توږونکي فیلیپ جکسن په لاسونو جوړه شوې ده.

ګاندي په ۱۹۴۸ کال د هند تر خپلواکۍ اخیستو څو میاشتې وروسته ووژل شو.

ددغې مجسمې جوړېدو لپاره تر یوه میلیون ډېر پاونډه راغونډ شوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ګاندي په ۱۹۴۸ کال د هند تر خپلواکۍ اخیستو څو میاشتې وروسته ووژل شو

د یادې مجسمې لوړوالی دوه متره او اویا سانتي متره دی، چې تر څنګ یې د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر وینسټون چرچل په ګډون چې د ګاندي له خوا له بریتانیا نه د هند له خپلواکۍ سره مخالف و، او ځینو نورو شخصیتونو مجسمې هم دي.

د انځور حقوق Judy Green
د انځور حقوق Judy Green
Image caption ددغې مجسمې جوړېدو لپاره تر یوه میلیون ډېر پاونډه راغونډ شوي.
د انځور حقوق Judy Green
Image caption دا مجسمه د بریتانوي مجسمه جوړوونکي او توږونکي فیلیپ جکسن په لاسونو جوړه شوې ده.
د انځور حقوق AP
Image caption د هند پارلمان مخې ته د ګاندي مجسمه
د انځور حقوق AFP
Image caption هند
د انځور حقوق EPA
Image caption بنګلور